طالبانو د غزني پر ناور ولسوالۍ حمله کړې ده

د عزني ولایت چارواکي وايي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر ناور ولسوالۍ ډله ییز برید کړی دی.

د غزني ځای ناستی والي موسی خان اکبرزاده سلام وطندار ته وویل، چې دا حمله تېره شپه ناوخته یوه بجه شوې ده او ۳ ساعته یې دوام وکړ.

د غزني د امنیې قومندانۍ د امنیت امر اسدالله انصافي هم پېښه تاییدوي، خو د جزیاتو په اړه څه نه وايي.

خو د غزني د ولایتي شورا غړی غلام سخني زابلی وايي، چې دغه پېښه د ناور ولسوالۍ له خوات سیمې څخه شوې ده. خوات له میدان وردګ ولایت سره شریکه پوله لري.

زابلی وايي، چې طالبانو ولسوالۍ مرکز ته نېږدې د پولیسو یوه پوسته هم نیولې یو پولیس یې برسېرن ټپی کړی دی.

زابلی همداراز وايي، چې طالبانو د پولیسو یو ټانک هم له ځانه سره وړی دی.

د ولایتي شورا دا غړی پر امنیې قومندان انتقاد کوي او وايي، چې هغه په وظیفه کې غلت کوی.

له بل لوري د ناور ولسوال جمعه علي شفایي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو په ډله ییز ډول له درېیو خواوو نه پر ولسوالۍ برید کړی دی.

شفايي وايي، چې وسله والو طالبانو د برید په لومړي وار د ولسوالي شاوخوا مخابراتي انتنونه پرې کړي، وروسته یې د ولسوالۍ شاوخوا کلي کلابند کړي او د سیمې خلک یې وګواښلي، چې له کورونو راونه وځي او له طالب جنګیالیو سره کار ونه لري.

د ناور ولسوال وايي، هغه پوسته چې د طالبانو لاسته ورغلې ده، اور یې وراچولی او د پولیسو درې عرادې موټرسایکلې یې له ځانه سره وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې وسله وال طالبان د ناور ولسوالۍ پر مرکز برید کوي.

دا برید په داسې حال کې کیږي، چې څه وخت وړاندې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي غزني ولایت ته په یو سفر کې خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې له دې وروسته به د دې ولایت امنیت خوندي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام