د هرات ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې تېرماښام وسله والو طالبانو د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ له مخې يې څلور فوټبالران تښتولي دي.
نوموړی وايي، چې وسله والو طالبانو د دغو څلورو تنو له ډلې یو تن يې وژلی او دوه نور يې بېرته خوشې کړي، خو د یو بل ورزشکار په اړه هیڅ راپور نشته.
د احمدي پر وینا، د پولیس کشفي غړي سیمې ته رسېدلي او ددغه ورزشکار د ازادولو په موخه کوښښونه روان دي.
تر اوسه د دغه تښتونې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
د هرات د امنيتې قوماندانۍ د ویاند پر خبره، دغه ورزشکاران په ممنوعه سیمه کې د فوټبال پر لوبې بوخت و، چې و وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
خو له بل لورې بیا عيني شاهدان سلام وطندار ته وویل، چې دغه څلور تنه د شینډنډ امنیه قومندانۍ او ملي اردو د پوستو له څنګه او د ورزشي میدان څخه تښتول شوي، خو د وسله والو طالبانو پر وړاندې امنيتي ځواکونو هیڅ راز عکس العمل نه دی ښودلی.
نصیر احمد یو تن هغه ورزشکار، چې د پېښې په سیمه کې موجود و وايي، وسله والو طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ د ورزشي امر په ګډون څلور تنه د امنيې قوماندانۍ له څنګه وتښتول.
نوموړی وايي، چې طالبانو دغه تښتول شوي د پولیسو د څو پوستو څخه تېر کړل، خو بیا هم هیڅ امنيتي مقام عکس العمل و نه ښود.
نصیر وايي، چې څو ساعته وروسته د "کیهان" په نوم یو تښتول شوی ورزشکار د طالبانو له خوا و وژل شو او د ورزشي امر سره یو بل ورزشکار بېرته ازاد کړای شو.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دغه ورزشکاران د شینډنډ ولسوالۍ د منتخب فوټبال ټيم لوبغاړي و.