وسله والو طالبانو د بغلان ولایت کوکچنار، منګلانو او قصرخېلو سیمو اوسېدونکیو ته ویلي، چې د جګړې د زیانونو مخنیوي په موخه خپل کورونه پرېږدي.
په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو به یادو سیمو کې له طالبانو د سیمو بېرته نیولو په موخه د (نوید یو) په نوم پوځي عملیات پیل کړي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د کوکچنار، قیصرخېلو، منګلانو، کاکه منګل او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکیو ته خبرداری ورکړی، چې خپل کورونه پرېږدي، له دې پرته به یې خون پر خپلې غاړې وي.
ځایي خلک د طالبانو دغه خبرداري په اړه د اندیښنې په ښودلو سره وايي، که حکومت ددغو ګواښونو مخه ونه نیسي؛ ځایي خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
حاجي حضرت الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، حکومت او طالبان یو بل ته په مورچو کې ګوته په ماشه ناست دي او هره شې به د جګړې د پېښېدا امکان شته دی.
ده غوښتنه وکړه، چې د جګړې مخه دې ونیول شي، ځکه چې په جګړه تر هر چا زیات زیان ولس ته رسېږي.
د کوکچنار سیمې بل اوسېدونکي نعمت الله وویل، طالبان خبرداری ورکړی، چې له خپلو کورونو نه ووځي، چې دوی پر طالبانو برید کوي.
ده له دولته غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې د دې جګړې مخه ونیسي، چې د نورو ځایونو په څېر ولس ته زیان ونه رسېږي.
په همدې حال کې د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونه چمتووالی لري، چې د طالبانو هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي.
ښاغلي بارز تېره روځ خبري غونډې ته وویل، چې طالبانو ته به اجازه ور نه کړي، چې یو ځل بیا د کوکچنار، قیصرخېلو، کاکه منګل، منګلانو او کندهاريو سیمې ونیسي.
چارواکي وایي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ منګلانو، کاکه منګل، قیصرخېلو، کوکچنار او چپ دريا سیمې یوه میاشت مخکې امنیتي ځواکونو د (نوید یو) په نوم پراخو عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو پاکې کړي، خو ځایي خلک وایي، څو ورځې وورسته دا سیمې بېرته طالبانو ونیولې.