طالبانو د بدخشان ارغنج‌خواه ولسوالي سقوط کړه

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، ارغنج‌خوا ولسوالۍ کې مېشتو امنیتي ځواکونو چې د طالبانو محاصره کې وو د مرستې نه رسېدو په دلیل یې تېره شپه سیمه طالبانو ته خوشې کړې‌ده.

د ښاغلي نظري په وینا، جګړه کې ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۷ ټپیان دي او ۵ نور د طالبانو له لوري نیول ژوندي نیول شوي‌دي.

د بدخشان د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د ارغنج‌خوا ولسوالۍ سقوط ۱۲ نورو ولسوالیو او د مرکز فیض‌اباد ښار ته لوی ګواښ دی.

ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي په‌ خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ارغنج‌خوا ولسوالۍ د دولت نه پام او د امنیتي مسوولینو بې‌کیفایتۍ له امله سقوط شوې چې دې سره د بدخشان سرحدي ولسوالۍ، شغنان او اشکاشم او خاش، شهدا، بهارک او جریم ولسوالۍ هم د طالبانو تر ګواښ لاندې راغلي دي.

ښاغلی مجددي زیاتوي، چې همدا اوس د بهارک ولسوالۍ او د فیض‌اباد ښار خوا او شا کې  شاوخوا ۶۰۰ سوه طالبان راټول شوي، چې د دولت نه پام په صورت کې دغه سیمې هم جدي ګواښ سره مخ دي.

دې سره د ارغنج‌خوا ولسوالۍ اوسېدونکي چې د طالبانو حضور او ناامنیو زیاتېدلو په دلیل، فیض‌اباد ښار ته کډه شوي وايي، بد وضعیت کې ژوند کوي.

د بدخشان امنیې قومندانۍ ویاند ثنا‌ءالله روحاني وايي، امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ له مرکزه لوړو سیمو ته تللي او اوس هم نښتې روانې دي.

د هغه په وینا، مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي، چې ټاکل شوې د وضعیت ښه‌کېدو سره د بیرته نیونې عملیات پیل کړي.

ارغنج‌خوا ولسوالۍ د بدخشان له ستراتیژیکو او مهمو ولسوالیو څخه ده چې بهارک، شغنان، خاش او شهدا ولسوالیو او مرکز فیض‌اباد ښار سره تړلې پوله لري.

بدخشان کې له وردوج او یمګان ولسوالیو وروسته، دا درېیمه ولسوالۍ ده چې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته سقوطېږي.

طالبان همدا اوس پر دغو درېیوو ولسوالیو سربېره، د بدخشان د ۱۲ نورو ولسوالیو په ځینو برخو کې هم کنټرول لري.

ورته مطالب:

بدخشان کې د احتمالي پېښو د مخنیوي په اړه پر ځايي ادارې نیوکې

د کندوز جګړه؛ طالبانو قرلق سیمه سقوط کړه

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام