امنیتي مسوولان سږکال د طالبانو د فعالیت له زیاتوالي خبر ورکوي. د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رییس مسعود اندرابي وايي، چې طالبان د خپلو سیاسي او نظامي فعالیتونو د زیاتوالي هڅه کوي.
اندرابي وايي، دغه ډله غواړي، چې د لښکرطیبه، البدر مجهادینو او جیش محمد ډلې په همکارۍ سره دې موخې ته ورسېږي.
د ملي امنیت سرپرست رییس، چې د ولسي جرګې د غړیو پوښتنې ځوابولې، وویل، چې دوی د دې فعالیتونو د دفع کولو له پاره پوره چمتووالی نیولی دی.
اندرابي وايي، چې تېر کال امنیتي ارګانونو د طالبانو د شاوخوا ۴ زرو بریدونو مخه نیولې ده.
د ولسي جرګې د نن (دوشنبې) ورځې په غونډه کې د وسله والو ځواکونو لوی درستيز قدم شاه شهیم د پنځه کلنې تګلارې په اړه وویل، چې دا تګلاره به د ورسا په غونډه کې معرفي شي.
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له ټولو امنیتي ارګانونو نه د امنیت د ټینګښت په اړه د همغږۍ غوښتنه وکړه. هغه د ټولو ولسوالیو او ولایتونو د سقوط پر سر د معاملو په اړه د راپورته شویو اوازو په اړه وویل، چې په دې اړه هېڅ ډول معامله نه ده شوې او د طالبانو د بریدونو د دفع له پاره یې په شپږو ولایتونو کې سخت عملیات پیل کړي دي.
د شهیم پر وینا، د هېواد امنیتي ثبات له پاره له هېڅ ډول هڅې درېغ نه کوي او ډاډ ورکوي، چې سږ کال به د تېر کال په پرتله امنیتي حالات ښه شي.