طالبانو د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ځېنې برخې نیولي او څو کورونه یې هم سوځولي دي.
د غزني ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، له درې ورځو جګړې او مقاومت وروسته د اجرستان ولسوالۍ سرتېري د شا تګ په حال کې دي. په خبره یې طالبانو دوه پوستې او ۵ کلي نیولي دي او ۱۲۰ کورونه چې د ملي او محلي پولیسو او د ولسوالۍ د کارکوونکیو اړوند دي سوځولي دي.
نوموړې زیاتوي، که دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونهلېږل شي د طالبانو لاس ته په ولېدو به ناورین رامنځته شي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، تراوسه پورې په روانه نښته کې ۵۰ طالبان وژل شوي دي او لسګونه تنه نور یې ټپيان دي. هغه زیاتوي، په دې نښتو کې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۱۳ تنه سرتېري ټپیان شوي دي.
د والي د ویاند په خبره، طالبانو په اجرستان کې څو تنه ولسيوکړي وژلي او ټپیان کړي دي. هغه وايي، د څرخکو نه موجودیت له امله تراوسه پورې سیمې ته کومانډو ځواکونه ورلېږل شوي نه دي. نوري زیاتوي، که د مرستې لهپاره کومانډویان ونهلېږل شي طالبانو به ټول دولتي کارکوونکي قتلعام کړي.
خو د ولایت امنیې قوماندان فرید مشعل وايي، کومانډو ځواکونه نن سهار سیمې ته رسېدلي دي او طالبان یې د هوا او ځمکې له لارې تر بریدونو لاندې نیولي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند پوپل واحد سلاموطندار ته وايي، اجرستان ولسوالۍ کې د لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو په موخه کومانډو ځواکونو دوه کنډکه دې ولسوالۍ ته رسېدلي او طالبان د شاه تګ په حال کې دي.
د ښاغلي واحد په وینا، د ځمکني او هوايي له لارې عملیات روان دي او تر راتلوونکیو څو ساتونو پورې به اجرستان ولسوالۍ کې له لاسه وتلې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.