د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې رییس سخي احمد پيمان کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې له دریېو کلونو را هیسې د مالیې وزارت او د صنعت کارانو ټولنې ترمنځ ستونزې يې نه دي هوارې شوي.
پيمان وايي، چې د ولسي جرګې اقتصادي کمېسیون هم د مالیې وزارت له دې نوې طرحې سره مخالفت ښودلی.
د صنعت کارانو ټولنې رییس له مالیې وزارت نه شکایت کوي او وايي، هغه صنعت کاران چې خپل تولیدات مارکېټ کې عرضه کوي پخوا به یې د خپل خرڅلاوه ۲ سلنه مالیه ورکوله، خو اوس دغه مالیه ۴ سلنې ته لوړه شوې.
دی وايي، چې صنعت کاران له دې مالیې پرته نوره مالیه هم ور کوي او دې په دې حالاتو کې نه شوکولی، چې له ګاونډیو سره سیالي وکړ.
که څه هم د مالیې وزارت بیا وايي، چې پرصنعت کارانو یې ځکه مالیه له دوو سلنې څلور سلنې ته لوړه کړې، چې له قانوني لارو عواید لوړ کړي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، مالیې وزارت " د زیات شوي ارزښت له پاره مالياتو" په نوم یوه طرحه لري، چې د هغې طرحې پر اساس صنعت کاران باید ۵ سلنه مالیه ورکړي.
صنعت کاران وايي، چې د صنعت ودې له پاره د منظم اقتصادي پلان نشتوالي له امله صنعت پرمختګ نه شي کولی.
اوسمهال په هېواد کې ۲ زره او ۲۰۰ فابریکې فعالې دي، چې ۵۲۰ زرو کسبګرو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان صنعت کاران د حکومت له دا ډول مالي چارو شکایت کوي او دوی په هېواد کې د سلګونو فابریکو رکود پړه په حکومت اچوي.