صنعت‌کاران: حکومت مو ستونزې نه حلوي

د افغانستان د صنایعو، کانونو او پانګونې عالي شورا مسوولان وايي، که حکومت یې د کاروبار اوسنۍ ستونزې حل نه‌کړي؛ ډېر صنعت‌کاران به خپلې پانګې له هېواده وباسي.

دوی نن چهارشنبې په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال پر حکومت تور پورې کړ چې د صنعت‌کارانو د ستونزو په حل کې ناغېړي کوي.

د صنایعو، کانونو او پانګونې عالي شورا رییس عبدالجبار ساپی وايي، پېچلی مالي‌سېسټم، د برېښنا کمښت او لوړه بیه، د صنعتي پارکونو نه موجودیت، د کانونو په قراردادونو کې نیمګړتیاوې، د بېمې نه‌ موجودیت، بانکي او د تدارکاتو په برخه کې ستونزې او د هېواد په کچه د افغانۍ نه‌ دودېدل یې د کاروبار پر وړاندې سترې ننګونې دي او باید ورته پام وشي.

د ساپي په وینا، د خپلو تولیداتو د پلورلو ترڅنګ باید د هېواد په کچه پېروپلور په افغانیو دود شي چې له یوې خوا د خپلو تولیداتو ملاتړ وکړو او له بل لوري خپله ملي وجیبه هم ادا کړو.

بله‌خوا د صنعت‌کارانو شورا مرستیال نعمت‌الله وايي، یوازې په کابل کې ۴۰ فابریکې له رکود سره مخ دي چې له کبله یې ۳۰۰۰ کسان هم وزګار شوي‌دي.

نوموړی د کان‌ ایستنې پر تړونونو هم نیوکه کوي او وايي، د دې پرځای چې قراردادونه له پانګوالو سره وشي؛ چور کېږي. د ده په وینا، که د کوچنیو کانونو تړونونه له پانګوالو سره شوي‌وای؛ حکومت ته به یې له یوې وړې برخې نږدې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ګټه رسېدلی.

په پېښور کې د افغان صنعت‌کارانو ټولنې رییس رفیع‌الله وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په پېښور کې تر ۱۰۰ زیاتو افغان صنعت‌کارانو خپلې فابریکې تړلي او که حکومت یې لاسنیوی وکړي؛ خپله پانګه به هېواد ته راولېږدوي.

د ده په خبره، پاکستاني چارواکي هڅه کوي دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي او افغانستان ته یې د راتګ مخه ونیسي؛ خو په وینا یې غواړي، په‌خپل هېواد کې پانګونه وکړي چې په‌دې کار سره به یې تر ۳۰۰۰ زیاتو کسانو ته کار پیدا شي.

رفېع‌الله وايي، که حکومت ورته اسانتیاوې برابرې نه‌کړي؛ اړ دي چې په نورو هېوادونو کې پانګونه وکړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي ډاډ ورکوي چې حکومت یې د ستونزو حلولو له‌پاره ژمن دی او دوی خپلې ستونزې د حل له‌پاره د اقتصاد عالي شورا ته چې د صنعت‌کارانو استازي هم په‌کې دي، وړاندې کولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام