صمیم حبیبي، په کویټ کې له اداره او تجارت څانګې فارغ شوی دی او اوسمهال د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې په دغه برخه کې ماسټري (ایم، بي، ای) کوي.
هغه وايي، چې هر څوک د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې وغواړي درس ووايي په ځانګړي توګه ماسټري وکړي، نو باید خپل پلانونه او برنامې له دغه پوهنتون سره شریکې کړي.
د هغه پر خبره، هغه محصلین چې له دغه پوهنتون څخه فارغيږي په ښه علمي کچه کې قرار لري او په خپل کار کې هم بریالی وي.
صمیم زیاتوي، چې د دغه پوهنتون د بېسارو ښو صفاتو له وجې د محصلینو د خوښې وړ ګرځي.
د نوموړي پر وینا، سره لهدې چې دغه پوهنتون د تدریس په برخه کې د فوقالعاده امکاناتو درلودونکی دی، محصلین يې هم یو له بل سره د کورنۍ د غړو په شان له هر ډول تعصب او قومپرستۍ پرته خپلو درسونو ته دوام ورکوي.
سره لهدې چې دی په دولتي پوهنتونونو کې هم درس ویلی زیاتوي، چې په دولتي پوهنتون کې داسې امکانات او د تدریس شیوه نشته.
د هغه پر خبره، د افغانستان امریکايي پوهنتون خلک د یو بل منلو او یووالي ته هڅوي.
د ماسټرۍ څانګې دغه محصل دا هم وايي، چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې محصلین د مناظرې لهپاره دعوت کيږي او دوی مجبوريږي، چې د اړوند ورکړل شوي موضوع په برخه کې تحقیق وکړي، چې پهدې وروستیو کې ځينې محصلین مقامونه هم ترلاسه کړي دي.
صمیم د دغې خبرې اترې په پای کې وویل، چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د افغانستان راتلونکي ته د رهبرانو په تربیت کې مهم رول لوبوي او هغه هم هیلهمن دی، چې د افغانستان راتلونکی رهبر د دغه پوهنتون څخه فارغ شوی شخص وي.