د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندوز کې د وسله والو طالبانو، د کورنیو او بهرنیو ترهګرو د فعالیتنونو په اړه که هر چا اطلاع راکړه ورته جایزه ورکوي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن د (اکټوبر په ۱۰مه) په پلازمېنې کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ ګې وویل، چې د دغه ټاکل شوې جایزه نقدې پیسې دي او ډاډ یې ور کړ، چې د خبر ورکوونکي هویت به پټ ستال کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دغه کار موخه داده، چې ژر تر ژره د کندوز ښار د ترهګرو له موجودیت پاک شي او له بل لوري د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
نورو سیمو ته د خطرناکو بندیانو لېږدول
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې دا هم وویل، چې دوی له تېر یو کال راهیسې د ولایتونو له زندانونو څخه خطرناک بندیان مرکز ته رالیږدولي دي.
صدیقي وویل، چې په دې وروستیو کې پر زندانونو باندې د طالبانو له بریدنو څخه یې اطلاع لرله او ټول خطرناک زندانیان یې مرکز ته راوړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د بندیانو د لېږد خبره کوي، چې و سله والو طالبانو له خوا د هېواد په څوو ولایتونو کې بندیان خلاص شول.
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تېره میاشت د غزني ولایت په زندان د وسله والو طالبانو په برید کې ۳۵۵ تنه بندیان خلاص شول.
همدې ته ورته د کندوز پر ښار د وسله والو طالبانو په برید کې هم بندیان خوشې شول، چې زیات شمېر یې طالب بندیان وو.