صديقي: حکومت د طالبانو له پاتې زندانيانو يو شمېر يې ازاد کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي ويلي، حکومت د طالبانو د پاتې زندانيانو له ډلې يو شمېر يې خوشې کړي او د يادو زندانيانو د بلې برخې د خوشې کولو فني او کاري بهير هم دوام لري.

صديقي نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د تبادلې پروسه دوه اړخيزه ده او حکومت په هره مرحله کې د ياد بهير نظارت او ارزيابي کوي.

نوموړي زياته کړې، افغان دولت د سولې پروسه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او په دې پروسه کې د حکومت ژمنې د سولې د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو له مخې عملي کېږي.

صديقي ويلي چې حکومت تمه لري طالبان هم د امنيتي ځواکونو خوشې کولو کې پر خپلو ژمنو پوره عمل وکړي.

افغان دولت تر اوسه پورې د طالبانو ۲۰۰ خطرناک زندانيان خوشې کړي او طالبانو هم تېره ورځ ۶ د کمانډو ځواکونه خوشې کړي دي.

ټاکل شوې د دواړو لوريو د ټولو زندانيانو له خوشې کولو وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د مصالحې د عالي شورا وياند فریدون خوځون هم نن سهار ويلي چې د زندانيانو د تبادلې پروسه پيل شوې  او د يادې پروسې بشپړېدل بين‌الافغاني خبرو ته لار هواروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام