شېبه په شېبه د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو حال

نن د حوت ۱۹مه، ټاکل شوې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره کړي. وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کوي، د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم اعلان وکړ چې د ارګ د لوړې له مراسمو سره هم مهاله به دوی په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته تیاری بشپړ شوی او د ځینو هېوادونو د استازيو په ګډون به په دې مراسمو کې شاوخوا څلور زره کسان ګډون وکړي. له دې سره د عبدالله عبدالله د ټيم غړي هم وايي، دوی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی او څو شېبو کې به د لوړې مراسم ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې ويل شوي وو دا مراسم به نن سهار ترسره کېدل خو د ځينو ستونزو سره کبله ځنډېدلي وو.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله هم په سپېدرا ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د لوړې پرځای کړل.

له عبدالله عبدالله څو دقيقې وړاندې محمد اشرف غني د لوړې مراسم پر ځای کړل.

محمد اشرف غني او دواړو مرستيالانو يې په رسمي توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله هم د لوړې د مراسمو لپاره په سپېدار ماڼۍ کې چمتو شوی دی.

 محمداشرف غني د لوړې د مراسمو ترسره کولو لپاره سلام‌خانې ماڼۍ ته ورسېد.

محمد اشرف غني په رسمي توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل.

رحمت‌الله نبیل: د لوړې د مراسمو پرځای کول چاته قدرت او مشروعيت نه ورکوي

د ولسمشرۍ ټاکنو يو نوماند رحمت‌الله نبيل د لوړې د مراسمو د پرځای کولو په غبرګون کې وايي چې نن جمهوريت خښول حتمي شول.

نبيل پر خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې د افغانستان دردېدلی ملت يو ځل بيا د سياست قرباني شو.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد، په کابل کې د امريکا سفير او افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه ارګ ته رسېدلي دي.

د کاناډا، د اروپايي اتحاديې، د ډنمارک، اسټراليا، ناورې او المان سفيران هم د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ارګ ته رسېدلي دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير هارون چخانسوري وايي چې د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ۳۵ هېوادو استازي او سفيران بلل شوي دي.

د چخانسوري په وينا، په دې مراسمو کې ۱۴ نړيوال بنسټونه چې افغانستان سره همکاري لري دې مراسمو کې ګډون لپاره بلل شوي دي.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاه‌حسين مرتضوي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به وروسته له غرمې په ۳ بجو وشي.

عبدالله عبدالله: د تقلبي رایو باطلول د بحران د ختمولو یوازینۍ لار ده

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله په يوه ټوېټ کې ليکلي چې ډېموکراسي او د قانون حاکمیت ته ژمن دي او هېڅوک باید ورته په کمه سترګه ونه ګوري.

معنوي: که چېرې ارګ د لوړې مراسم ترسره کړي، سپېدار به هم ياد مراسم ترسره کړي

د عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو د کميسيون رييس فضل احمد معنوي وايي، نن هېڅ ډول خبرې نه دي شوي چې ټاکنيزې ناندرۍ پای ته ورسوي.

د معنوي په وينا، تر اوسه چې کومې خبرې شوي ټولې بې پايلې وې.

نوموړی له عبدالله عبدالله سره د غربي ډيپلوماټانو خبرې نه ردوي او زياتوي، که ارګ د لوړې مراسم ترسره کړي دوی به يې هم وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون رييسې حوا علم نورستانۍ او د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون رييسې زهرې بيان شينوارې هم د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ارګ ته تللي دي.

پاکستان کې  د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي محسن داوړ او علي وزير او د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی.

د ننګرهار د والي وياند سلام‌وطندار ته وايي، هغوی نن سهار ننګرهار ته راورسېدل او اوسمهال په ارګ کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ محسن داوړ وويل چې د پاکستان فډرالي ادارې محسن داوړ او علي وزير ته افغانستان ته د تګ اجازه ور نه کړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې  د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په لارښوونه يې دوی ته اجازه ورکړه تر څو افغانستان کې د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام