شهلا فرید په سختو ورځو کې د ښځو د حقونو ملاتړه

مېرمن فرید د ښځو سیاسي حقوق، حقوق او جنډر او همدارنګه د فرخندې په اړه د نارینه‌وو ټولنیز ځواک په نامه اثار لري.

شهلا فرید د نورو هغو ګوتو په شمېر مېرمنو په شان پیاوړې او مبارزه مېرمن ده، چې د جګړې، بې‌وزلۍ او د ښځو په برخه کې پرتو ستونزو ته په مېړانه درېدلې ده.

دې نه یوازې ځان، بلکې یو شمېر نورې مېرمنې هم له دغو ستونزو او کړاونو ژغورلي دي او له هغوی سره یې مرسته کړې، چې د پرمختګ لارې ته مخه کړي.

مېرمن فرید اوسمهال په کابل پوهنتون او یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو کې درس ورکوي او ترڅنګ یې د مېرمنو د حقونو له‌پاره د لیک په‌واسطه پیاوړې مبارزه کوي.

شهلا فرید، د انساني حقونو، حقوق او علوم سیاسي برخو کې زده‌کړې او د ښځو د حقونو په برخه کې ماسټري لري.

د ښځو سیاسي حقوق، حقوق او جنډر او همدارنګه د فرخندې په اړه د نارینه‌وو ټولنیز ځواک په نامه اثار لري.

د طالبانو د حاکمیت پر وخت په چا کې د ښځو د زده‌کړو او حقوقو په تړاو د غږ جرائت نه و؛ خو شهلا فرید د دې رژيم پر مهال هم چوپه پاتې نه شوه او د مېرمنو د حقونو په اړه یې د قلم له لارې د خپلو موخو پر وړاندې خنډونه نړول

شهلا فرید د طالبانو له وخته رانیولې پر ځېنو نجونو دومره زده‌کړې وکړې، چې یو شمېر یې اوس د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لري

میرمن فرید وایي، د طالبانو پر وخت یې انجونو ته په خپل کور کې د زده‌کړو اسانتیا برابره کړې‌وه او پر هغوی یې دومره زده‌کړې وکړې، چې یو شمېر یې اوس د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لري.

اغلې فرید زیاتوي، چې هغه مهال یې خپل کورس د پوهنې په وزارت کې ثبت کړی و او د سیمې د خلکو په مرسته یې انجونو ته دیني او عصري زده‌کړې ورکولې.

د واکسین پروګرام په هغه وخت کې ډېرو ستونزو سره مخ او ډېرو کورنیو اجازه نه لرله، چې ماشومان او مېرمنې یې سړي واکسین کړي، چې له دې سره هم مهال مېرمنې له طالبانو وېرېدلې او په ډېرې سختۍ یې د واکسین د تطبیق بهیر کې کار کولو ته زړه ښه کولو. د اغلې فرید پر وینا، دې دا هر څه منلي وو او په خپلې لارې مخ ته روانه وه.

مېرمن فرید یوازې انجونو ته په زده‌کړه ورکولو بسنه نه کوله، بلکې کور په کور به ګرځېدله او مېرمنو او ماشومانو ته به یې د تیتانوس، شري او ګوزڼ واکسینونه کول.

مېرمن فرید په ژړېدلي غږ د خپلې لور د تکلیف پر مهال د ورپېښ شوي درد خاطره وايي. د دې پر وینا، د طالبان پر مهال یې لور ناروغه شوه؛ خو په روغتون کې د ښځینه ډاکټرې د نه‌شتوالي له امله نارینه ډاکټرانو د عملیات کولو نه انکار وکړ، چې له ساعتونو مزل وروسته یې د طالبانو له یو قوماندان نه د لور د عملیات امر واخیست او بیا یې په بدحالت کې عملیات کړه.

هغې د طالبانو پر مهال په څپلیو هم ویشتل شوې‌ده: «په تیمسکن سیمه کې چې کله موږ د یو کور دروازه ووهله، چې ماشومان یې واکسین کړو، یو سړی راووتلو، پرته له دی چې پوښتنه وکړي؛ زه یې په څپلیو وویشتلم. هغه ویل، چې څه غواړې؟ نورې مېرمنې وتښتېدلې؛ خو زه ودرېدم چې زه ستا د ماشومانو د روغتیا له‌پاره دا کار کوم. بده خاطره مې دا وه، چې څپلی په ما ولګېدله»

شهلا فرید زیاتوي، مېړه یې بې‌زوګاره و، نو مجبوره وه، چې د نفقې د پيدا کولو له‌پاره خیاطي، استادي او ډېر نور کارونه کول.

مېرمن فرید زیاتوي، چې د طالبانو په وخت کې یې فکر کولو چې دا نظام به هرومرو بدلېږي؛ خو د اوسنيو حالاتو په لیدلو سره لا هم د باثباته هېواد ارمان ته نه‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام