د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي شهزاد محمدي په کابل کی له یوې میاشتې راهیسې پیل شوي (فزیکل فېټنس) کمپ کې له نورو لوبغاړیو ډېره خواري کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، شهزاد محمدي په تېرو ۲ اونیو (فزیکل فېټنس) کمپ کې ۴ نیم کیلو وزن کم کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې نږدې ۱۲ لوبغاړیو ته په کابل ـ الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د (فزیکي حالت) د ښه والي له پاره کمپ پیل کړی و، چې په اوسط ډول په کې هر لوبغاړي دوه ـ دوه کیلو وزن کم کړی دی.
د یاد کمپ مشري له ملي لوبډلې سره ملګری د (فزیکل فېټنس) روزونکی سویلي افریقایي ډوګلیس جیسن په غاړه لري، چې پاکستانی عظیم ملک هم ورسره ملګری دی.
افغان کرکټ بورډ په رسمي وېبپاڼه د روزونکي جیسن له ارزونې وروسته د ۵ لوبغاړیو شهزاد محمدي، کپتان اصغرستانکزي، سمیع الله شینواري، جاوید احمدي او نورعلي ځدران د ۲ اونیو راپور خپور کړی.
د راپور له مخې، شهزاد محمدي تر نورو لوبغاړیو زیات ۴ اعشاریه ۵ او نورعلي ځدران له نورو لوبغاړیو کم ۱ اعشاریه ۸ کیلو ګرامه وزن کم کړی دی.
دغه راز جاوید احمدي ۲ اعشاریه ۷ ، اصغرستانکزي ۲ اعشاریه ۴ او ال راونډر سمیع الله شینواري بیا ۲ اعشاریه ۱ کیلو وزن کم کړی دی.
اصغرستانکزي په دې کمپ کې له ۷۹ اشاریه ۹، شهزاد محمدي له ۹۰ اشاریه ۶، سمیع الله شینواري له ۹۳ اشاریه ۴، جاوید احمدي له ۷۷ اشاریه ۱ او نورعلي ځدران له ۹۰ اشاریه ۵ کیلو ګرامه وزن سره ګډون کړی و.
راپور کې روزونکی جیسن د لوبغاړیو له هڅو او پرمختګ څخه خوښي ښودلی او باوري دی، چی ګډونوال لوبغاړي به هره اونۍ یو کیلو ګرام وزن کم کړي.
په کابل کی د فزیکل فېټنس کمپ د بنګله دېش پر خلاف له سیالیو وروسته د مشر روزونکي لالچاند راجپوت په غوښتنه پیل شوی او له لوبغاړیو غوښتل شوي؛ که خپل اوسنی فزیکي حالت ښه نه کړي؛ له لوبې به کېنول شي، میاشتینی معاش به یې وځنډول شي او هم به په بهرنیو سیالیو کی له لوبېدو منع شي.
د یوې میاشتې په پیل شوي (فزیکل فېټنس) کمپ کې کپتان اصغرستانکزی، شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، رحمت شاه زرمتی، نورعلي ځدران، احسان الله جنت، کریم جنت، جاوید احمدي، دولت ځدران او حشمت الله شهیدي شامل دي، چی د روزونکي لالچاند او فیزیو عظیم ملک له خوا دې کمپ ته غوره شوي وو.
د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی مشهور تېزبالر دولت ځدران بیا تر اوسه په پیل شوي روزنیز کمپ کې نه دی لیدل شوی او د نه ګډون په اړه یې هم افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.