د پاکستان لوی درستیز راحېل شریف تېره ورځ کابل ته راغلی و او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې په کتنه کې ژمنه وکړه، چې له ترهګرۍ سره به جدي مبارزه کوي او د سولې خبرې به له سره پیلوي.
پاکستان د افغانستان له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې تل د افغانستان له خوا له ترهګرۍ سره په ملاتړ تورن شوی دی.
سیاسی کار پوه وحید مژده سلام وطندار ته وویل، دغه لیدنه به د پخوا په څېر د افغانستان له پاره هیڅ ګټه ونه لري.
د ښاغلي مژده پر وینا، پاکستاني چارواکي غواړي، په دې ډول تګ – راتګ سره د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ښو اړیکو خنډ وګرځي.
د مژه پر خبره، پاکستان ژمنه وکړي، چې خپله ژمنه به پلي کوي، خو د پلي کېدا پر وخت ورکې ستونزې راپيدا کړي، چې علت یې د پاکستان د ناصادقانه دریځ او نیت ښيي.
ښاغلی مژده زیاتوي، هر وخت، چې د هند چارواکي افغانستان ته راغلي؛ پاکستان هم خپل چارواکي افغانستان ته رلېږلی دي؛ نو دغه هېواد په دې ډول سفرونو غواړي، چې د افغان او هندي چارواکو د خبرو اترو له محور څخه خبر وي.
په ورته وخت کې سیاسی شنونکی لطیف نظري په دې باور دی، چې د پاکستاني چارواکو دا ډول سفرونه، د عمومي ذهنیتونو د غولولو له پاره ترسره کېږي.
د ښاغلی نظري په باور، هغه ژمنې، چې پاکستان یې افغانستان ته ورکوی؛ یواځې د وخت له ضایع کولو بل څه نه دي.
د دغو شنوکو په نظر، تر هغې چې پاکستان او افغانستان د اوسنیو ننګونو او مخالفیتونو د لرې کولو له پاره عملي ګامونه پورته نه کړي، لکه د ډیورنډ د کرښې لانجه، د افغانستان د اوبو او د هېواد د بهرني سیاست په څېر بنسټیز موضوعات؛ ناشونې ده، چې په هېواد کې سوله ټینګه شي.
مخکې له دې هم پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې د بهیر په اړه یې ژمنې کړي، خو تر اوسه یې هیڅ ګټه نه ده ورکړې.