شنونکي: د ولسمشر له لوري وروستۍ ګومارنۍ ناقانونه دي

ولسمشر محمداشرف غني په‌دې وروستیو کې د سفیرانو، وزیرانو، معینانو او سلاکارانو په کچه د حکومت په بېلابېلو برخو کې ځینې بدلونونه راوستي چې تر ډېره په نویو ګومارنو کې د مېرمنو ونډه ډېره ده.

دا ګومارنې داسې مهال کېږي چې د ولسمشري ټاکنې هم رانږدې شوي او ځینې سیاستوال یې اندېښمن کړي چې د ولسمشر دا کار د ټاکنیز کمپاین لپاره دی.

د حقوقي چارو شنونکی سبحان مصباح وایي، له حقوقي پلوه د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر د کار دوام مشروعیت نه‌لري او هر ډول فعالیتونه یې له اساسی قانون سره په ټکر کې دي چې حقوقي منطق هم نه‌لري.

د مصباح په وینا، له سیاسي او اداري پلوه هم دا کار د حکومت دستګاه ته زیان رسوي او د ټاکنو پر پایلو منفي اغېز کولای شي او ولسمشر باید له نویو ګومارنو ډډه وکړي.

دا داسې مهال دی چې ارګ په وار وار دغه څرګندونې رد کړي او په حکومت کې ادلون بدلون یې د ولسمشر غني قانوني حق او واک بللی دی.

همداراز سترې محکمې هم د ولسمشري ټاکنو تر کېدو پورې د ولسمشر غني د کار پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی شهباز هم په دولتي ادارو کې ګومارنې د ولسمشر قانوني حق بولي او وايي، ولسمشر واک لري چې په ادارو کې نوي او وړ کسان وګوماري.

د نوموړي په وینا، وروستۍ ګومارنې د چارو د سمون په موخه دي چې تر ډېره په‌کې مېرمنو ته پام شوی او دا کار هېڅکله هم په ټاکنو پورې تړاو نه‌لري.

د ولسمشر له لوري په حکومتي ادارو کې وروستي بدلونونه د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون، د ولسمشري ټاکنو د یوشمېر نوماندانو له نیوکو سره مخ شوي او په دې اړه یې خپلې اندېښنې ښودلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام