د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندي اعلان کړه چې ۲ افغانلوبغاړي د ښه لوبېدو له کبله پکې مخکې شوي دي.
د دې درجهبندۍ له مخې سپنر بالر مجیبالرحمان ځدراڼ له ۲۵ لوبغاړو مخکې شوی او د ۲۰ اوریزو بالرانو په ډله کې یې ۳۸ ځای خپل کړی دی.
دغه راز د افغان کرېکټ ملي لوبډلې نوی ستوری اوپنربېټسمین حضرتالله ځاځی د ایرلنډ په وړاندې یوازې ۲ غورو لوبو سره یاده درجهبندي کې شامل شوی دی.
حضرت الله ځاځي چې د ایرلنډ په وړاندې یې ۲ پرلهپسې لوبو کې نیمهسلیزې، ۷۴ او ۸۲ چټکې منډې جوړې کړې، په اعلان شوې درجهبندۍ کې ۵۱۴ امتیازونه اخیستي او د نړۍ ۳۹م غوره بېټسمین اعلان شوی دی.
د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې بیا افغان لیګسپنر راشد خان خپل د تېرې میاشتې مقام ساتلی چې پاکستانی شادابخان ورپسې دویم مقام لري.
شهزاد محمدي بیا یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د بېټسمینانو په ډله کې لوړ مقام لري. نوموړي که څه هم خپل مخکینی «۱۰م» مقام بایللی، خو بیا هم ۱۳ مقام لري.
محمدنبي عیسیخېل بیا د مخکښو الرونډرانو په ډله کې له اسټرالیايي لوبغاړي «ګلین مکسوېل» وروسته او د بنګلهدېشي لوبغاړي شکېبالحسن مخکې خپل «دویم» مقام ساتلی دی.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله هم اوسمهال په ۲۰ اوریزه نړېواله درجهبندۍ کې له سریلانکا او بنګلهدېش وړاندې د ۲۱ لوبو او ۹۲ امتیازونو پرمټ ۸م مقام خپل کړی او هڅه کوي چې د دې مقام په ساتلو سره د ۲۰۲۰ م کال په ۲۰ اوریزو کرېکټ نړېوالجام سیالیو کې د نېغ په نېغه لوبېدو چانس له لاسه ورنهکړي.