شاهین: د امریکا او طالبانو ترمنځ پټ سندونه نشته

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ هېڅ ډول پټ سندونه نشته.

نوموړي نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «یو هوکړه‌لیک دی چې په رسنیو کې خپور شوی او بل سند هم د هوکړه‌لیک تشرېح ده چې هر بند یې تشرېح کوي چې د پلي کېدو میکانیزم یا ضمایم ورته ویل کېږي. له دې پرته کوم بل سند نشته.»

هغه زیاته کړې، ځینې جعلي پاڼې او هغه تبلیغات چې «مغرضې» کړۍ یې کوي، حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه‌لیک کې «دوه اجرایوي عنصرونه» شته چې د «پټو» نظامي سندونو له ډلې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له اتلس میاشتنیو خبرو اترو وروسته د کب په لسمه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

طالبانو په لسو ورځو کې د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره شرط وړاندې کړی، خو ولسمشر غني د هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته وویل چې د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نه ده شوې.

ولسمشر غني اوربند، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکې په اړه وضاحت او د نشه‌يي توکیو د سوداګرۍ پای ته رسول د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره شرطونه بللي دي.

اړوند مطالب: 

«طالبان دې له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي»

«د ټرمپ او ملابرادر خبرې د باارزښته څیز په کمه بیه پلورل دي»

له هوکړې وروسته د طالبانو خونړي بريدونه؛ هر ساعت کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام