د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو دفاعي او درې ځلې اتلې شاهین اسمایي لوبډلې د بنګله دېش په کوربتوب شیخ کمال فوټبال ټورنامنټ لومړۍ بریا خپله کړه.
په نننۍ سیالۍ کې شاهین اسمایي لوبډلې د خپل کپتان امرالدین شریفي د غوره لوبې په مټ ۳ د ۱ ګول په وړاندې نیپالي فوټبال کلپ منانګ ته ماته ورکړه.
د کوربه چټاګانګ ابهاني لوبډلې خلاف ۳ د ۱ ګول ماتې وروسته په نننۍ بریا سره افغان کلب شاهین اسمایي په روانو سیالیو کې دویم پړاو ته د رسېدو هیلې ژوندۍ وساتلې.
د شاهین اسمایي فوټبال کلپ له پاره درې واړه ګولونه کپتان امرالدین شریفي ترسره کړل او لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په بهرنیو سیالیو کې د ګولونو هېټریک ترسره کوي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، امرالدین شریفی د لوبې په ۳۶، ۶۵ او ۷۷ دقیقو کې د سیالې منانګ فوټبال کلپ خلاف ګولونه ووهل.
دغه راز په سیالۍ کې نیپالۍ لوبډلې د لوبې په دویمه نیمایي ۷۳ دقیقه کې یوازېنۍ ګول د پنلټي په شوټ ترسره کړ؛ خو له سترې ماتې یی ځان ونه ژغورلی شو.
د شیخ کمال دویم پړاو فوټبال کلپونو ټورنامنټ د بنګله دېش په چټاګانګ کې پیل شوی، چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلې شاهین اسمایي لوبډلې په ګډون ۸ فوټبال کلپونه برخه لري.
د روان ټورنامنټ په دوام به شاهین اسمایي فوټبال کلب په لومړي ګروپ کې خپله وروستۍ لیګ سیالۍ له ډاکا محمدان لوبډلې سره د راتلونکې جمعې په ورځ وکړي.