سیګار: په افغانستان کې د نشه‌يي توکیو پر ضد د امریکا مبارزه اغېزمنه نه‌وه

د سیګار مشر په افغانستان کې د نشه‌يي توکیو پر وړاندې د امریکا مبارزه اغېزمنه نه بولي.

د سیګار مشر جان سپکو د امریکا د سنا مجلس ملي امنیت استجوابیه کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې کوکنارو د کښت او په ټوله کې د نشه‌يي توکیو پر ضد د امریکا مبارزه ګټوره نه‌وه.

ښاغلی سپکو وایي، په تېر کال کې د تریاکو د زیاتوالي دلیل وچ‌کالي وه.

د ده په خبره، په افغانستان کې د نشه‌يي توکیو پر ضد د مبارزې له پیله تر اوسه په‌دې پروګرام ۹ میلیارده ډالر لګېدلي دي.

تېر لمریز کال افغان‌حکومت او د ملګرو ملتونو د جرایمو او نشه‌يي توکیو پر ضد د مبارزې دفتر راپور ورکړی‌و چې د افغانستان نشه‌يي توکیو کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

د دې ادارو په ګد کاري راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې په تخمیني ډول ۶۴۰۰ زره ټنه نشه‌يي توکي تولید شوي‌وو؛ په‌داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۷ کال کې ۹ زرو ټنو ته رسېد.

د دې راپور پر بنسټ ـ چې د لړم پر ۲۸مه نېټه خپور شوی ـ په روان کال کې په کرل شویو ځمکو د دې موادو کښت له ۳۲۸زرو هکتارو نه ۲۶۳ زرو هکتارو ته رسېدلی دی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام