سیر بهادرزاده په «فري فایټ» لوبه کې امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

بهر مېشتی افغان «فري فایټ» لوبغاړي سیر بهادرزاده امریکايي برانډن تاچ ته په ماتې ورکولو سره نړیوالو سیالیو ته لاره پيدا کړه.

د ازادی مبارزې دغه خطرناکه سیالي د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې وشوه.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې (یو ایف سي) د معلوماتو له مخې، چې افغان سیر بهادرزاده یوازې د لوبې په ۴۲ ثانیو کې خپل امریکایي سیال نېک اوټ کړ او بریا یې په برخه شوه.

۳۱ کلن سیر بهادرزاده په وروستیو ۳ کلونو کې ټپي وو او له نړیوالو (فري فایټ) سیالیو څخه لری و.

په (دی کېلر یا وژونکي او یا د ستر) نومونو مشهور افغان سیر بهادرزاده د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۳ کال کې د ازادې مبارزې (فري فایټ) نړیواله سیالۍ کړې وه.

سیر بهادرزاده له بېګانۍ بریا مخکې په ۲ سیالیو کې په ۲۰۱۳ کال کې د جون هاورډ او ډونګ هیون کیم نه ماتې خوړلې وې.

د ازادې مبارزې دغه افغان لوبغاړي په ۲۰۰۱ کال کی نړیوالو (فري فایټ) سیالیو ته ودانګل او اوسمهال د دې سیالیو په سترو او سختو (ویلټرویټ) سیالیو کې لوبېږي.

سیر بهادرزاده تر اوسه په نړیوالو (فري فایټ) سیالیو کې ۲۹ سیالۍ کړي دي، چې ۲۲ سیالیو کې یې بریاوې خپلې کړې دي، یوه لوبه یې مساوي کړې ده او په ۶ لوبو کې یې ماتې خوړلې دي.

بهادرزاده په ګټل شویو ۲۲ سیالیو کې ۱۱ په نېک اوټ، ۷ په تسلیمولو یا (سبمېشن) او ۴ سیالۍ د لوبڅارانو په پرېکړه ګټلې دي.

د سیالۍ ګټلو وروسته افغان سیر بهادرزاده برانډن تاچ ته له ماتې ورکولو وروسته رسنیو سره په خبرو کی وویل، چې له نړیوالو سیالیو څخه یې تر دمه ښه خوند اخیستی دی.

د نوموړي پر وینا، اوسمهال یو ځل بیا د ټپونو له جوړېدلو راستون شوی دی او هر سیال ته به د امریکایي برانډن تاچ په څېر غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د افغان (فري فایټ) لوبغاړي په خبره، سیالانو ته د ماتو ورکولو له پاره وږی او تږی دی، له ازادې مبارزې سره ډېره مینه لري او هېڅکله له ماتې وروسته ماته نه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام