د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت استازي د پوښتنو په موخه وربللي و.
سناتورانو د بېلابېلو ولایتونو پر ناامنیو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د هېواد اوسنيو حالاتو، د پولیسو کمزرتیا، پر کونړ ولایت د توغندیزو بریدونو او د بې کفایته پولیسو د ګومارلو له امله پر لوړ پوړو چارواکو نيوکې وکړې.
سناتورانو په کابل کې د جنايي پيښو پرزیاتوالي لکه تښتونې، وسله والې غلاو هم انديښنې څرګندې کړې.
په دې اړه سناتور شیر محمد اخندزاده وویل، چې د هېواد په ځينو سیمو کې د موټر په ۵ ساعته مزل کې ان یو پولیس هم نه ليدل کيږي.
الله داد اندړ وویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه بایدد ولایتونو یوشمیر ولسوالیو ته تشکیل زیات کړي، تر څو خلک له دې ستونزو خلاص شي.
د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د لوی درستیز رییس ارکان جنرال عبدالله خان وویل، په روان کال کې کندوز، ننګرهار او هلمند د دوی په لومړیتوب کې دي.
جنرال عبدالله خان ټينګار وکړ، چې د وسله والو پرضد به د شفق په نوم ۸ میاشتني عملیات د وري میاشتې څخه پيل کړي او د هېواد په ټولو ولایتونوکې به دوام ولري.
دغه چارواکي زیاته کړه، چې د افغانستان جګړه په یوه ورځ کې پای نه مومي او پروینا یې افغانستان د یوه داسې دښمن سره پرجګړه بوخت دی چې د هېواد د قبضه کولو په هڅه کې دی.
جنرال عبدالله خان وايي، له ۱۳۹۴ لمریزکال څخه وسله وال پوځ ځينې تجربه هم ترلاسه کړې، چې روان کال به ترې ګټه واخلي.
د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالرحمان رحمان د مرکزي زون هرات، نیمروز او یوشمیر ولایتونو عمومي وضعیت نورمال وباله، خو زیاته يې کړه چې په غزني، پکتیکا، بدخشان او فراه ولایتونو کې امنیتي ستونزې پراخې شوې دي.
رحمان زیاتوي، چې کابل ښار ۲،۴،۱۵ او ۱۱ امنیتي حوزوکې جنايي پيښوګراف لوړی شوی او د مخنیوي له پاره یې جدي هڅې روانې دي.
نوموړی وايي د تش په نوم پولیسو په اړه یې په ۳۰ زره سیمه ییزو پولیسوڅيړنه کې دا په ډاګه کړې، چې ۲ زره سیمه ییز پولیس له سره شتون نه لري او دغه څيړنه لاهم دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت دغه لوړپوړی چارواکی وايي، چې روان کال به په ټول هېواد کې د ځانګړ پولیسو قطعې جوړې، چې وړاندې په ۲۳ ولایتونوکې فعالې وې او د هرې قطعې تشکیل به ۱۲۳ څخه ۱۵۰ ته لوړکړي.
دغه راز، د ملي امنیت ولایتي مرستیال متین بیک د خبرو پيل سره سم د مشرانو جرګې سناتورانو له لوري غونډه سري اعلان شوه.