سپین غر بازان لوبډله د شپږیزې نیمه پای لوبو ته ورسیده

د دریم پړاو شل اوریزه (شپږیزې) ټورنامنټ په پنځمه ورځ سپین غر بازان لومړۍ لوبډله شوه، چې د روانو سیالیو (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کوي.

یادې لوبډلې نن (شنبه) په خپله ۴ لوبه کې د بوست لوبډله په ډیره اسانۍ سره په ۶ لوبغاړو له ماتې سره مخ کړه، چې د روان جام ترټولو ستر د ۱۶۹ منډو هدف یې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

د سپین غر له پاره د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي شبیرنوري په نیمه سلیزه  ۶۹ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې یادې لوبډلې له ۴ ترسره شویو سیالیو څخه ۳ ګټلي خو یواځې بند امیر لوبډلې ته یې ماتې خوړلې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د ۶ امتیازونو په ګټلو سره د سپین غر بازان لوبډله اوس مهال د ګډون کوونکو ۶ لوبډلو په کتار کې لومړی مقام لري؛ په داسې حال کې، چې  کابل، امو او بند امیر بیا یو قسم څلور څلور امتیازونه لري.

ټاکل شوې ده د سپین غر بازان کرکټ لوبډله به د روان جام وروستۍ لیګ لوبه سبا له دفاعي اتلې مس عینک لوبډلې سره ترسره کړي.

دغه راز د روانو سیالیو په پنځمه ورځ او لسمه لوبه کې بیا امو زون لوبډلې خپله دریمه بریا هم ثبت کړه، چې کابل لوبډلې ته یې ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې دویم پړاو ته د رسیدو هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

امو لوبډلې د جاوید احمدي د ۳۷ منډو په مټ د کابل بازان لوبډلې له خوا په ۱۸ اوریزه لوبه کې د ۱۴۱ منډو هدف دلوبې په وروستي اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

ټاکل شوې ده د روانې شپږیزې ټورنامنټ په دوام به سبا هم دوه لوبې ترسره شي، چې په لومړۍ لوبه کې سپین غر له مس عینک سره او په ورپسې لوبه کې بیا بند امیر له بوست لوبډلې سره لوبه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام