د افغانستان د ملي امنيت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا وايي، چې د پاکستان پر وړاندې د ملي وحدت حکومت پالیسي له ماتې سره مخ شوې.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخيزه ناسته کې دا هم وویل، چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د تک محورۍ سياست څخه کار اخیستی.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو نيوکې کوي، چې څو میاشتې وړاندې د کابل په شاه شهيد سيمه کې له بمي چاودنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او د پاکستان پر ضد ذهنونو راوپارېدل.
د ملي وحدت حکومت مشران پر پاکستان په جدي توګه نيوکه وکړه، چې دغه هېواد د تروریزم تمويلونکی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه ناسته په هرات ولایت کې د " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې؛ د فرصتونو او اسانتياو پېژندنه" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې د دواړو خواوو پخواني مشران، د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار، د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د پاکستان د څارګرې ادارې پخواني مشر په ګډون ۲۵ تنه کارپوهان ګډون درلود.
سپنتا زیاته کړه، چې د اوسني حکومت له لوري له افغان سياستوالو د مشورو نه اخیستل او بهرنيو هېوادونو لاسوهنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دروازو د تړلو لامل شوي.
د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز رییس داود مراديان د دغې ناستې اصلي هدف د تروریزم پر وړاندې د دواړو خواوو د مرستو جلبول به ګوته کړ.
هغه هم وویل، چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان اوسنی دیپلوماسي له ماتې سره مخ شوی.
د پاکستان سولې د مطالعاتو څېړنو د بنسټ مشر روف حسن وايي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې رسېدلو له پاره یواځنۍ لاره د دغو خبرو اترو دوام دي.
هغه زیاته کړه، د هرات د امنيتي خبرو اترو په ۴ نړېواله ناسته کې دې نتيجې ته رسېدلي، چې اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ زياتې ستونزې شته.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت حکومت له پېل سره سم د افغانستان او پاکستان اړيکې په بې ساري ډول ښې شوې او د نړۍ د زیاتو مشرانو له خوا يې هم هرکلی وشو، خو وروسته له هغه، چې د ملاعمر د مرګ خبر خپور شو، نو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اترو لړۍ بنده کړه او پر افغانستان يې خپلو بريدونو ته زور ورکړ، نو برعکس بیا په بې ساري ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر اوسه په هماغه خپل ترينګلي حالت پاتې دي.