د کرکټ نړېوالې شورا لخوا د بیټسمینانو په اعلان شوي نوې درجه بندۍ کې (ال راونډر) سمیع الله شینواري د خپلو بیټسمنانو ترڅنګ خپل کپټان ال راونډر نبي عیسی خېل هم شاته کړی دی.
د نوې اعلان شوې درجه بندۍ له مخې د یو لړ وروستیو نړېوالو یو ورځنیو سیالیو وروسته د کرکټ نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې سمیع الله شینواری د افغانستان تر ټولو ښه بیټسمین یا توپ وهونکی یاد شوی.
سمیع الله شینواري د نړۍ د غوره ۱۰۰ بیټسمېنانو په ډله کې ۵۵ م مقام ترلاسه کړی او د خپلو افغان توپ وهونکو ترڅنګ د معین علي، ډیون براوو، براډ هیډن او ریل رسوو په څېر له مخکښه بیټسمینانو څخه هم وړاندې دی.
دغه راز د سلو غوره بیټسمینانو په ډله کې د افغانستان لخوا دوهم مقام کپټان نبي عیسی خېل ترلاسه کړی، چې په نړېواله درجه بندۍ کې ۵۹ م مقام کې راغلی دی.
د افغانستان بیټسمینان هم د نړۍ په سلو غوره بیټسمینانو کې شامل دي، چې په دې ډله کې پخوانی کپتان نوروزمنګل ۸۱ م او اصغرستانکزی بیا په ۸۷ م مقام کی راغلی دی.
دغه راز د بالرانو په ډله کی بیا د تل په څیر کپټان محمد نبي عیسی خېل د بیټینګ ترڅنګ د افغانستان لخوا په بالینګ کې لومړی مقام لري، خو په اعلان شوې درجه بندۍ کې د نړۍ د سلو غوره بالرانو په ډله کی بیا ۳۹ م مقام يې خپل کړی دی.
د نړۍ د سلو غوره بالرانو په ډله کې شاپور ځډران ۵۳م، حمید حسن ۶۰م ، میروېس اشرف ۶۲م او دولت ځډران بیا ۹۷ م مقامونه خپل کړي دي.