سمنګان کې ځايي سرچینې وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه درهصوفپایین ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستې برید کړی چې ۴ امنیتي ځواکونه پهکې وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
سرچینه وايي، طالبانو دوه نور سرتېري ځان سره هم بیولي دي.
پېښه د درهصوف پایین ولسوالۍ مرکز کې رامنځته شوې چې وژل شوي او ټپي شوي سرتېري هم پولیس او محلي پولیس دي.
که څه هم د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند سیدهاشم بیان د نښتې تلفاتو په اړ څه نه وايي؛ خو ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو د طالبان له لوري د بیول شویو سرتېرو خوشې کولو لپاره عملیات پیل کړي.