حکومت په دې ورستیو کې نادر نادري د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس، امرالله صالح د امنیتي سکتور سمون په چارو کې د دولت وزیر، سیده مژګان مصطفوي د اطلاعات او فرهنګ وزارت مالي او اداري معینې، سید اقا فاضل سنچارکي د اطلاعات او فرهنگ وزارت د خپرونو معین، احمد سیر مهجور د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او تفسیره هاشمي د کابل پوهنتون د محصلان چارو مرستیالې په توګه وګومارل.
یو شمیر سیاسي شنونکي د حکومت نوې ګومارنې سلیقوي او ټیمي بولي او وايي، چې د حکومت مشرانو ولس هیر کړی او تر ډیره پر سیاسي ماملو بوخت دي.
د سیاسي چارو شنونکی او مدني فعال سمیع دره يي باروي دی چې د حکومت مشران د خلکو ستونزو ته د رسیدنې پر ځای د واک پر ویش بوخت دي.
د دره يي پروینا، هغه څوکۍ چې ښاغلي صالح ته ورکړل شوې سمبولیکه ده ځکه چې دده پروینا په واک کې وروستۍ خبره ولسمشر غني کوي.
ښاغلي دره زیاته کړه، د موازي ادارو جوړول حکومت او وطنوالو ته ګټه نه رسوي بلکې حکومت نور لټ او ناکاره کوي:
"زه فکر کوم دلته ښاغلی صالح له ګټونکي زیات بایلونکی دی ددې له پاره چې حکومت په ځانګړې توګه ارګ ددې له پاره چې صالح يې د ټیم غړی نه دی ورباندې باور نه شي کولی او له بل لوري غواړي چې صالح دلته بوخت کړي چې د حکومت په اړه یې یو شمیر تبلیغات او خوشبیني زیاته شي."
دره يي باوري دی چې حکومت پر مصلحتي کړو وړو سره افغانستان د ګډوډي پر لور بیولی او وطنوال ورځ تربلې له حکومته لرې کیږي.
د سیاسي چارو بل شنونکی فدا محمد نظري بارو لري چې حکومت د قوم پالنې، سمت پالنې او ټیم پالنې په لومو کې راګیر شوی او د هیواد يسچلي شرایط يې هیر کړي دي.
ښاغلی نظري ټینګار کوي چې حکومت نا قانونه جوړ شوی او ددغه حکومت ټولې ګومارنې هم غیرقانوني دي:
"حکومتي مشران د خپلې بقا له پاره په هغو کارونو لاس پورې کوي چې نه په قانون، رسم او رواجونو کې او نه د افغانستان په ادارو کې مخینه لري".
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندارته وویل، چې اوسنۍ ګومارنې د افرادو د توانايي پر بنسټ شوې دي:
"ډیر وخت دی چې اداري سمون او ملکي خدمتونو اداره جوړه شوې، نادري صاحب هم له مسلکي او مدیریتي پلوه توان لري او پر کوم ځانګړي ټیم او یا جریان پورې تړاو نه لري پخوا هم مدني فعال و او صالح صاحب هم ښه امنیتي تجریه لري له تجربو يې په دې برخه کې ګټه اخیستل کیږي."
مرتضوي وايي، چې د امنیتي سکتور سمون په چارو کې ددولت وزارت یو موازي بنسټ نه دی بلکې د امنیتي بنسټونو د کار ښه والي له پاره یو هڅه ده.
په هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو زیاتیدو سره په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د امنیتي بنسټونو فعالیت له سختو نیوکو سره مخ شو.