سلګونو وسله والو د جلریز ولسوالي تر برید لاندې نیولې

د میدان وردګوولایت امنیه قومندان جنرال خلیل انداربي سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار سلګونو وسله والو د جلرېز ولسوالۍ پر بېلا بېلو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

قومندان انداربي د مرګ ژوبلې په  اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې اوس هم په سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده.

خو د جلرېز ولسوال نقیب الله حیدري وايي، چې په دغه نښته کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبه اړولې ده.

د حیدري په خبره په نښته کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او یو تن ژوندی نیولی شوی دی.

د حیدري په خبره په دغه جګړه کې ۵ پولیس وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي

حیدري همدا راز زیاته کړه، چې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۳ ملکیان هم وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

بل لور ته د میدان وردګو د ولایتې شورا یو غړي محمد شریف هوتک سلام وطندارته وویل، چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو ۹ امنیتي پوستې نیولي دي.

د هوتک په خبره په دغه نښته کې ملکې وګړو ته هم مرګ ژوبله  اوښتي ده.

د میدان وردګو د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې تر اوسه د یو ملکي وګړي جسد روغتون ته ور وړل شوی دی.

هوتک وایي، که ولسوالۍ ته اضافي سرتېري ونه لېږل شي؛ نو دغه ولسوالي به د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

د هوتک په خبره، د ولسوالۍ او مرکز تر منځ غځېدلې لاره هم تړل شوې ده.

تر اوسه د پېښې د مسولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې  د ۸۰۰ په شاوخوا وسله والو د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ باندې هم وسله وال برید کړی و، خو د پرلپسې مقاومت له امله د امنیتي ځواکونو له خوا وتمبول شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام