لاریون کوونکي د نورستان په مرکز پارون کې د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه حکم خلاف لاریون وکړ، چې په پلازمینه کابل کې یې د نایب سالارعبدالوکیل نورستاني درې لارې د شهیدانو درې لارې په نوم نومولې ده.
نږدې دوه اونۍ مخکې د روښنايۍ غورځنګ په لاریونوالو د کابل دهمزنګ سیمې د عبدالوکیل نورستاني په درې لارې کې پرلپسې ځانمرګي بریدونه وشول، چې۸۴ کسان په کې ووژل شول او له۲۰۰ډېر په کې ټپيان شول.
د روښنایۍ غورځنګ پلویان، د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د عبدالوکیل نورستاني په درې لارې کې د دې له پاره راټول شوي وو، چې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا مزی د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې وغځوي.
په دې لاریونوالو له بریدونو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه درې لارې د شهیدانو په نوم ونوموله.
د ولسمشر د پریکړې په غبرګون نن (چهار شنبه) ورځ سلګونو نورستانیانو لاریون وکړ.
لاریونوالو له حکومته وغوښتل، چې صادر شوی فرمان دې بېرته لغوه او د دوی پر وینا، حکومت دې د نورستان پر ویاړنو ملنډې نه وهي.
د عبیدالله په نوم یو لاریونوال وویل، د کابل په دهمزنګ سیمه کې د نایب سالار عبدالوکیل خان په نوم نومول شوې درې لارې په اړه د ولسمشر صادر شوی فرمان نه مني.
دی وايي، چې ۹۴ کاله پخوا دغه افتخار موږ ته راکړل شوی باید بدلون ونه مومي.
د حضرت الله په نوم یوبل لاریونوال وویل، د هېواد ویاړلو څېرو په نوم نومول شوي سیمې او ویاړونه باید په خپل نوم پاتې شي.
دی وايي، حکومت باید په دې برخه کې احتیاط وکړي.
لاریونوالو په پای کې د پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل، چې ولسمشر دې خپل فرمان بېرته لغوه کړي او د دهمزنګ په سیمه کې درې لارې دې د نایب سالارعبدالوکیل خان نورستاني په نوم پاتې شي.