سلګونه هلمندیانو د پاکستان د راکټي بریدونو پرضد لاریون وکړ

انځور له ټولنیزو رسنیو 

لاریون‌کوونکو، چې د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول وویل، چمتو دي چې له خپلې خاورې د دفاع په موخه د افغان ځواکونو سره یوځای اوږه په اوږه د پاکستان پرضد ودریږي.

په دغه مظاهره کې چې د هلمند مدني ټولنې له‌خوا جوړشوی و په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو په‌کې ګډون کړی و.

دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې پاکستان د ترهګرو اډه وبولي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې یې شامل کړي.

لاریون‌والو د پاکستان بیرغ  ته اور ورته کړ او له افغان دولته يې غوښتنه وکړه، چې له پاکستان سره خپلې اقتصادي، سیاسي، ټولنيزې، فرهنګي او کلتوري اړيکې پرې کړي.

دوی له خلکو وغوښتل، چې د پاکستان پرضد د جګړې له‌پاره خپل نومونه ثبت کړي.

لاریون شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او د پریکړه‌لیک په صادرولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پاکستان د ترهګرو سره د ملاتړ په تور منزوي او هیڅ هیواد  دې ورسره اړیکې نه ساتي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد د لیک لوستلو پرمهال وویل:" د پاکستان دا کرغیړن او له شرمه ډک هغه عمل، چې پر افغان خاوره بریدونه کوي په کلکه غندو که چیرې افغان دولت د دې عمل پر وړاندی ګام وا نه‌خلی موږ هلمندي ولسونه په سر او مال د پاکستان د دې عمل ځواب ته چمتو یوو".

هلمند کې داسې مهال د پاکستان پرضد لاریون کیږي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې  پاکستان پر افغان خاوره راکیټي بریدونه پیل کړي او هم یې د تورخم او چمن  دروازې د افغانانو پرمخ تړلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام