نن د (جون په ۱۰مه) د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې په عمومي توګه د یو وزارت کارونه ټول په هماغه وزرات پورې نه وي تړلي، بلکې ځېنې چارې په ډېرو نورو زارتونو پورې هم اړه لري.
د دې وزارت وزیرې سلامت غظیمي د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې دا هم وویل، چې په نشه ي توکو د روږدو کسانو راټول د امنيتي بنسټنو دنده ده، خو درملنه یې د روغتیا وزارت کار دی او د قاچاق کوونکو مخه نیول هم د امنيتي وزارتونو په دندو کې شامل دي.
عظیمي زیاته کړه، چې په دې برخه کې د زیاتره مواردو اجرايوي مسولیت د دوی په صلاحیتونو کې نه راځي.
په همدی حال کې ځېنو وکېلانو وویل، چې دا وزارت پر ځای د دې چې د نیشه یي توکو د زیا تېدلو په برخه کې ګټور تمام شي، زیانمنونکی تمامېږي او ډېر لګښتونه یې بې ځایه دي.
د ولسي جرګې غړي انجنیرقرار وویل، د دې وزارت په جوړیدلو سره پر نشه یي توکو روږدي کسان ورځ تر بلې زیاتېږي او کړنې یې هم نه جبرانېدونکې دي.
قرار وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت باید له منځه ولاړ شي.
وزیرې د وکیلانو ځېنې پوښتنې ځواب کړې، خو دولسي جرګې د ریيس عبدالروف ابراهیمي په خبره، چې د وزیرې ځوابونه ډېرو وکېلانو ته د قناعت وړ نه وو.
ښاغلي ابراهیمي پر حکومت غږ وکړه، چې د دې غمیزې د پای ته رسیدو او مخنیوي په اړه باید د اړوندو ادارو چارواکي په ګډه یوه عملي کړنلاره جوړه کړي او ملت دې له دې ناوړه پدیدې خلاص کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله یوه وینا کې ویلي وو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه باید په ملي کچه مبارزه وشي.
په نننۍ غونډه کې تر ډیره د وکېلانو پوښتنې په دې راټولې وې، چې په هېواد کې د نشي توکو د کارولو او کر د مخنیوي په اړه ولې جدي اقدامات نه کيږي؟
وکیلانو وویل، چې نه یواځې په ناامنو سیمو کې، بلکې په ډېرو امنو سیمو کې هم خلک د کوکنارو کر کوي. دوی زیاته کړه، چې د کوکنار د بدیل په برخه کې حکومت سم پرګرامونه نه دي وړاندې کړي، چې خلک د دغه بوټي له کښته واړوي.
د ولسي جرګې غړو دا نیوکه هم وکړه، چې نه د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو نومونه په ډاګه کيږي او نه یې د نیولو له پاره هڅې کيږي.
تر دې وړاندې داسې احصایه ورکړل شوې وه، چې په افغانستان کې درې نیم میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي، چې نیمایي برخه یې ځوانان او ما شومان جوړوي.