ویل کېږي چې دا چاودنې هممهاله د سریلانکا په ۳هوټلونو او ۳کلیساوو کې شوېدي.
په درېیوو کلیساوو کې دا ۳ چاودنې داسې مهال شوې دي چې سریلانکایان په خپلو اختریزو مذهبي عبادتونو بوخت وو. د دوی اختريز مراسم ـ چې نن یکشنبې پيلېږي ـ د مسیحانو تر ټولو اصلي مذهبي اختر ګنل کېږي.
د راپورونو پر بنسټ، پهدې چاودنو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۸۰ تنه ټپیان شويدي. ویل کېږي چې یوازې ۱۶۰تنه یوازې د «سنتانتوني» کلیسا کې ټپيان شوي.
راپورونه وايي چې ۳چاودنې د سریلانکا د پلازمېنې کولمبو په ۳هوټلونو کې شوي، دوې هغه دې ښار ته نږدې په کلیساوو کې پېښې شوي او یوه بله چاودنه د کولمبو ښار شمال ته د نګومبو په یوې کلیسا کې شوې.
سریلانکايي رسنۍ وايي، احتمال کېږي چې ځېنې بهرني سیلانیان هم پهدې چاودنو کې وژل شويوي.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د دې چاودنو مسوولیت نهدی منلی.