سرپل کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي

په سرپل کې محلي مسوولان د دغه ولایت په سانچارک او سوزمه‌کلا ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له کبله د ۱۱ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د سرپل د والي ویاند ذبېح‌الله اماني سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد سرتېري چې ملي او محلي پولیس او دغه راز ولسي پاڅونوال وو، وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۹ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سیداسدالله دانش وایي، د دغه ولایت پر سانچارک ولسوالي د طالبانو په برید کې د محمدعلي چمران په نوم د محلي پولیسو د قوماندان په ګډون ۸ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت پر سوزمه‌کلا ولسوالي د طالبانو په برید کې ۳ محلي پولیس وژل شوي او ۶ نور له ۴ ملي پولیسو سره ټپیان دي. هغه وايي، طالبانو د یادو ځواکونو ټولې وسلې او تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي.

دانش زیاتوي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د شپې په یوه بجه پیل او تر سهاره یې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بېګاه په لوګر کې د مس عینک کان د امنیتي ځواکونو پر پوستې هم برید کړی او ۸ پولیس یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام