سرور دانش: پارلماني ټاکنې به یو کال وروسته ترسره شي

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش ولسي جرګې ته د ۱۶ نوماند وزيرانو د ورپېژندې پر مهال وویل، چې پارلماني ټاکنې به په راتلونکي ۱۳۹۵م لمریز کال کې ترسره شي.

تردې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ډاکټر احمد یوسف نورستاني ویلي وو، چې ټاکنې به د روان لمريز کال د تلې په میاشت کې ترسره شي؛ خو د جمهور رییس دویم مرستيال ولسي جرګې ته وویل، چې ټاکنیز اصلاحات د حکومت یوه مهمه دنده اومسولیت دی.

او دغه ټاکنیز اصلاحات به دې ته لاره هواره کړي چې "راتلونکې کال ټاکنې رڼې او له هر ډول درغليو او تخطيو پاکې وي."

دانش زياته کړه، چې د ولسمشر په فرمان سره د ټا کنیزو اصلاحاتو په موخه کمېسیون هم ټاکل شوی دی.

تېره ورځ د مدني ټولنو ځينو غړو په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون غړي دوی ته د منلو وړ نه دي، ځکه د دوی په وينا په کمېسيون کې غړي د تخصص او تجربې له مخې نه بلکې د سياسي انګيزو له مخې ټاکل شوي دي.

خو د ولسمشر دویم مرستیال هيلمندي وښوده، چې یاد کمېسيون به په ټاکنو کې د پام وړ اصلاحات رامنځ ته کړي.

دغه راز دانش وویل، د کابینې له بشپړېدو او په سیمه ییزو ادارو کې د نوي مشرتابه د کار له پیل وروسته دی تمه لري، چې اوسنۍ ستونزې لرې شي؛ څو حکومت وکولای شي خپل اساسي پلانونه عملي کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام