هغه اسناد ـ چې رسنیو تر لاسه کړي ـ د افغانستان سترې محکمې د ملي یووالي حکومت دوره د راتلونکیو ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدلو او د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدلو تمدید کړېده.
د سترې محکمې دا فرمان پهداسې حال کې صادر شوی چې مخکې لهدې یو شمېر سیاستوالو، حقوقپوهانو او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو د پنځم کال د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام سره مخالفت کړی او د لنډمهالي حکومت د جوړېدلو غوښتنه یې کړېوه.
د سترې محکمې د دې فرمان په یوه برخه کې راغلي: «د ولسمشرۍ ټاکنو د کار له پای ته رسېدلو وروسته؛ له دېرشو تر شپېتو ورځو، د پنځم کال د جوزا په لومړۍ د ولسمشر د کار دوره پای ته رسېږي او دا روښانه کوي چې د ولسمشر د قانوني کار دوره هغه وخت پای ته رسېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنې شوېوي او بشپړې شويوي او هغه کس ـ چې د جمهوري ریاست مقام ورته سپارل کېږي ـ ټاکل شویوي.
په همدې حال کې سترې محکمې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې یوازینۍ عملي او منطقي لار د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کار دوام دی.
د اساسي قانو پر تطبیق د څار کمېسیون غړي عبدالله شفایي سلام وطندار ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنې د ناڅرګندو لاملونو لهمخې ځنډېدلې دي.
له بل حکومت یا بل غوراوي پرته د ملي یووالي حکومت د کار پای د هېواد به ګته نهدی.
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي وایي، قانون د ولسمشر د کار مودې په اړه صراحت لري او د اساسي قانون د تفسیر مرجع هم معلومه ده.
د ښاغلي مرتضوي په وینا، د ولسمشر د کار پای ته تر اوسه ۶ میاشتې پاتې دي.
ورته مطالب: