د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي نن( چهارشنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې په هلمند کې جګړه سخت پړاو ته داخله شوې خو دایې رد کړه چې ګوندې په دغه ولایت کې ۵ ولسوالۍ د وسله والو طالبانوپه لاس کې دي.
ستانکزي وویل، چې د ځېنو سیمو پرته په هلمند کې په بشپړه توګه هیڅ ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس کې نه ده.
ستانکزي وویل، چې د هلمند د جګړې په اړه ناسم راپورونه خپريږي. دوی ستونزې مني خو باور ورکوي، چې د هلمند او په ځانګړې توګه دسنګين وضعیت ددوی له مدیریت بهر نه دی.
د کورنيو چارو او د دفاع وزیرانو ترمنځ په دغه ګډه خبري غونډه کې معصوم ستانکزي د وسله والو ځواکونو ترمنځ د هماهنګۍ خبره هم یاده کړه.
ستانکزي زیاته کړه، چې په سنګين کې ملي اردو او پوليس په ګډه د (دښمن) په وړاندې جنګيږي.
د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي هم د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ ډاډ ورکړ.
علومي زیاته کړه یواځې د لباس رنګ دامنیتي ځواکونو په مقصد کې بدلون نه شي راوستلی دوی ټول په ګډه د هیواد امنیت ساتنې له پاره کار کوي.
د دفاع وزارت وايي، چې دوی په ځېنو سیمو کې عملیات پېل کړي او ډير ژر به وضعیت مثبت اړخ ته تغیر وکړي او ددې له پاره یې کلک تدابیر نیولي دي.
هلمند او دمدني ټولنو اندېښنه
په همدې حال کې نن(چهارشنبه) د هلمند ولایت دځوانانو د همغږۍاو پیاوړتیاشبکې په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د هلمند ولایت د وضعیت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
دغې شبکې له ولسمشر وغوښتل، چې هلمند وژغوره.
د شبکې استازو په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس مهال ۵ ولسوالۍ په دغه ولایت کې د دولت ضد وسله والو په واک کې دي.
تېره ورځ د هلمند ولایتي شورا استازو هم ویلي و، چې سنګين د دولتي ځواکونو له واکه وتلې او وسله وال پرې واکمن دي، خو د افغانستان د دفاع وزیرمعصوم ستانکزي دا ټولې اوازې رد کړې او له رسنيو یې وغوښتل، چې د هلمند دجنګ ریښتيني انځور دې له خلکو سره شریک کړي.
ستانکزي وویل اوسنۍ جګړه تبلیغاتي او باید «د دښمن په ګټه کار ونه کړو»
ستانکزي وویل، یواځې دولتي امنیتي ځواکونه نه؛ بلکې ټول هېوادوال ددفاع مسولیت لري او امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي چې په ګډه دخلکو ژوند خوندي کړل شي.