د سولې عالي شورا مسوولان وايي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او د افغانستان او روسیې د ۱۰۰کلنو اړیکو په اړه سبا ته غونډه جوړوي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري سلام وطندار ته وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر او د هېواد نورې سیاسي څېرې پهدې غونډې کې ګډون کوي.
د ښاغلي زایري په خبره، پهدې غونډې کې به د افغانستان او روسیې د ۱۰۰ کلنو اړیکو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم جدي خبرې کېږي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال دا غونډه د سولې بهیر او د بینالافغاني خبرو اترو د پرمختګ لهپاره دا غونډه خورا ګټوره بولي.
د ده په وینا، طالباستازي هم دې غونډې ته بلل شوي او په خبره، ډېر احتمال شته چې پهدې غونډې کې ګډون وکړي.