سبا ورځ به د اسټرالیا په کوربتوب د اسټرالیا ازادې سترې ټینس سیالۍ ۱۰۵م پړاو د ښو نارینه و او ښځینه و ټینس لوبغاړیو ترمنځ پیل شي.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ سبا د اسټرالیا په ملبورن کې پیلېږي او د روانې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه به د اتلې لوبډلې له اعلان سره پای ته ورسېږي.
د روان زېږديز کال په لومړي ګرانډ «سلام» سیالیو کې به په ټولو ګډونوالو لوبغاړیو ۵۰ میلیونه ډالره ووېشل شي.
ویل کېږي، چې د سیالیو اتل ته به ۲ اعشاریه ۲۴ میلیونه پونډه د اتلولۍ جام د ترلاسه کولو تر څنګ د انعام په توګه ورکړل شي.
د سږ کال ټورنمېنټ له پاره د تېر کال په پرتله پیسې څو سلنه زیاتې شوې دي، چې ان په لومړي پړاو او لومړۍ لوبه کې بایلونکي لوبغاړي ته ۳۰ زره پونډه ورکړل شي.
ټاکل شوې ده، د روان ۲۰۱۷ کال د اسټرالیا په ازادو ټینس سیالیو کې به په ۱۷ بېلابېلو برخو کې د اتلولۍ د ګټلو له پاره سیالي وشي.
د دې سیالیو په نارینه برخه کې به سربیایي نواک جاکویک په اوښځینه برخه کې المانۍ کیربر د خپلې تېرې اتلولۍ نه دفاع وکړي.
د لومړي مقام ګټونکي او دغه راز په لومړۍ لوبه کې د بایلونکیو د جایزو تر څنګ به په دویم پړاو کې ماته خوړونکی ۴۸ زره پونډه، په درېیم پړاو کې ماته خوړونکی ۷۹ زره پونډه، په څلورم پړاو کې ماته خوړونکی ۱ لک او ۳۳ زره پونډه، په کوار ټرفاینل کې ماته خوړونکی ۲ لکه او ۶۶ زره پونډه، په سیمي فاینل کې ماته خوړونکی ۵ لکه او ۴۵ زره پونډه او په فاینل لوبه کې ماته خوړونکی لوبغاړی به ۱ اعشاریه ۱۵ میلیونه پونډه جایزه ترلاسه کړي.
د اسټرالیا ازادې ټینس سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۱۹۰۵ کال کې د اسټرالیا په کوربتوب پیل شوې، چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې کېږي.
د کارپوهانو په اند، د ټینس لوبې ۲ انګلستاني لوبغاړي سر انډي موري او ښځینه لوبغاړې جونا کونټا د اسټرالیا ټینس سیالیو د اتلولۍ له پاره ګډونوالو مخکښو لوبغاړیو ته سرخوږی جوړولی شي؛ خو سرینا ویلیمز او نواک جاکویک د اتلولۍ له پاره مخکښ لوبغاړي ګڼل کېږي.