د افغانستان د راډیوګانو او تلوېزیونونو د اتحادیې اجرایوي رییس کمیل میرشادبیګ وايي، چې زیات شمېر رسنیو په ناغوښتلي ډول په اوسني رواني جنګ کې سنګر نیولی او په خپلو خپرونو کې په یو ډول د دولت د مخالفانو د روحیې د پیاوړتیا او د وطنوالو د روحیې د ضعف لامل شوي دي.
میرشاد بیګ نن (چهارشنبه) په خبري غونډه کې په کابل کې د خپرونو د ارزونې له پاره د یوې کمېټې د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې دغه کمېټه به د اطلاعاتو او کلتور وزار سره په همغږۍ جوړه شي.
د دې اتحادیې رییس وویل، چې په هېواد کې روان اقتصادي بحران، منفي سیالي، د برېښنا د بیې زیاتېدل، رسنۍ دنشراتي څپلو په برخه کې د حکومت پوروړتیا او ناامنۍ د افغانستان د رسنیو له ننګونو نه دي.
د افغان رسنیو د څار رییس صدیق الله توحیدي په دې اړه سلام وطندارته وویل، چې ځېنې انځوریزې رسنۍ مشخصه نشراتي پالیسي نه لري.
ده زیاته کړه، چې ځېنې رسنۍ باید د ترهګریزو پېښو د انعکاس په وخت کې قانون په نظر کې ونیسي.
توحیدي وایي، چې د رسنیو له لوري د غلطیو زیاتېدل د دې لامل شوي دي، چې حکومت د رسنیو سانسور ته مخه کړي، خو وویېویل، چې غوره به دا وي؛ رسنۍ په خپله په راپورنو کې اصولو ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د خپلو خپرونو له پاره رسنۍ جوړې کړي دي.
طالبانو د خپل جوړي کړي سایت له لارې غواړي عامه افکارو کې نفوذ وکړي.
همدا ډول داعش وسله والې ډلې په ننګرهار ولایت کې یوه راډیو فعال کړې وه، چې تر یو وخت وروسته د هوايي ځواک په بمبارۍ کې له منځه ویجاړه شوه.