زلمی خلیلزاد: له طالبانو سره هم سولې او هم جګړې ته تیار یو

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون کې وايي، که طالبان د سولې خبرې اترې یا هم جګړه غواړي، موږ ورته تیار یو.

د نوموړي په وینا، تمه لري چې طالبان به د سولې خبرو اترو لار غوره کړي، خو که دا کار یې و نه‌کړ او جګړې ته یې دوام ورکړ، امریکا به د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

خلیلزاد وايي، موږ او زموږ نړېوال همکاران ویاړو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او په اوسني پړاو کې د افغان ځواکونو فشار ډېر رول لري.

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه وایي، موږ هېڅکله په افغانستان کې دایمي اډې نه‌دي غوښتې او موږ د افغانستان د ستونزو حل د خبرو اترو له لارې غواړو.

نوموړی زیاتوي، تر هغې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي چې ترهګر نور د افغانستان او بهرنیو هېوادونو لپاره ګواښ نه‌دي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا غواړي له افغانستان سره اوږدمهالې نظامي، اقتصادي او سیاسي همکاري ولري.

وسله‌والو طالبانو په‌دې وروستیو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، که امریکا د خبرو له اصلي اجندا ووځي، دوی به ورسره د سولې خبرو اترو بهیر وځنډوي.

د طالبانو په خبرپاڼې کې لیکل شوي، امریکا د سولې خبرو له اصلي محوره چې له افغانستانه د بهرینو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول دي، لرې شوې ده.

خو د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري د سولې خبرو اترو بهیر په اړه د طالبانو خبرداری طبیعي خبره ګڼي او وايي، دا ډول خبرداري د سولې پروسې د درېدلو لامل نه‌ګرځي.

د نوموړي په وینا، د افغان سولې پروسه به په عادي ډول پر مخه لاړه شي.

خو سیاسي شنونکی وحید مژده وايي، د سولې خبرو اترو بهیر د سیمې هېوادونو سیالي او د امریکا متحده ایالاتو د ناڅرګند دریځ له کبله له جدي ستونزو سره مخ شوی او له یادې پروسې د طالبانو وتل د اټکل وړ دي.

د مژده په وینا، اوس په سیمه‌يیزه کچه د افغان سولې په تړاو دوه ډلې فعالې شوي چې یوه یې د سعودي، امریکا، اماراتو او پاکستان او بله هم د قطر، ایران او روسیې ډله ده چې د دواړو ترمنځ سیالي روانه ده.

د مالوماتو له مخې، د سولې خبرو اترو په اړه د امریکا اساسي شرط له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې دي او امریکايي چارواکي باوري دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ټول افغانان په یوه خوله نه‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام