د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د پاکستانیو توغندويي بریدونو پرخلاف لاریون وکړ او لاریونوالو وویل، چې د دې هېواد د توپخانې په بریدونو کې ولسي خلک او سیمې په پرلپسې ډول په نښه کېږي.
لاریونوالو وویل، افغان حکومت دې پاکستان ته بل مثل ځواب ورکړي او زیاته یې کړه، د مرګ تر وروستۍ سلګۍ د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړي دي.
دغه لاریونوال وایي، حکومت او ملي شورا دې د پاکستان ړندو توغندیزو بریدونو مخنیوی وکړي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دې د پاکستان تېري په اړه شکایت وکړي.
دغه راز په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي لوا قوماندان محمد ایوب حسین خېل وايي، چې د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او دوه ماشومان په کې ټپیان شوي دي.
حسین خېل وویل، پاکستان غواړي د دغو بریدونو په واسطه هسکه مېنه او کوټ کې د داعش ضد عملیاتو روان عملیات له خنډ سره مخ کړي.
د ننګرهار د لالپورې سره هم مهاله د کونړ پر یو شمېر سیمو هم پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه پیل کړي دي.
د کونړ چارواکي وايي، له تېرې جمعې راهیسې له دوو سوو ډېر توپونه د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په ځینو سیمو لګېدلي او لا هم دغه بریدونه دوام لري.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت په مقام کې هم ګڼ شمېر ولسي وګړو د پاکستاني پوځ له لوري پر افغان خاوره ښکاره تېري او توغندويي بریدونو په خلاف غونډه وکړه او دغه چاره یې په کلکو ټکو وغندله.
دغه راز له کابله د افغان پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو امنیتي سلاکار جنرال عبدالرحمان رحمان او د ملي امنیت عمومي ریاست لومړی مرستیال ادیب فهیم هم د دغې موضوع څېړلو په موخه ننګرهار ته راغلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې دفاع له پاره د تیارسئ په حال کې دي.