زابل کې ۲۴ سرتېري وژل شوي

طالبانو نن سهار درې بجې په زابل کې د پولیسو او پوځ پر پوسته برید کړی چې له کبله یې ۲۴ سرتېري وژل شوي دي.

د زابل محلي او امنیتي چارواکیو د یاد برید د تایید ترڅنګ ویلي چې د طالبانو شپږو نفوذي کسانو په دغه ولایت کې د ګډو ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د ګډو ځواکونو پوسته د کندهارـ‌کابل پر لویې لارې د زابل له مرکز کلات ښار نه لس کیلومټره لرې پرته ده.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق‌بیان هم مني چې برید د طالبانو د شپږو نفوذي کسانو له لوري شوی او وروسته نور طالبان هم د هغوی د ملاتړ لپاره ورغلي دي.

د حق‌بیان په وینا، په برید کې ۱۰ پولیس او ۱۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او په وینا یې، طالبانو له یادې پوستې هاموې موټر او نور تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

دغه راز پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې وسله‌والو پوستې ته اور اچولی او د سرتېرو جسدونه هم پراته دي.

د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، وسله‌والو طالبانو له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې په ۱۱ ولایتونو کې ۱۳۵ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام