زابل کې ۱۹ طالبانو ته چې غوښتل یې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي، مرګ‌ژوبله اوښتې

د زابل د والي ویاند ګل‌اسلام سیال سلام‌وطندار ته وویل، دې ولایت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو نن سهار وختي پر هغو وسله‌والو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې هڅه یې کوله د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.

د نوموړي په وینا، یاد بریدونه په شاجوی، شینکۍ، میزانې، نوبهار او ښارصفا ولسوالیو کې شوي چې له امله یې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

بلخوا وسله‌والو طالبانو بیا په یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې یې ټاکنیز مرکزونه تړلي، خو چارواکي دا ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام