نن دوشنبې سهار شاوخوا ۸ بجې یو هلک د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ د بازار کلي اړوند یو ښوونځي کې یوه ۱۲کلنه زدهکوونکې ووژله او له هغې وروسته یې خپل ځان هم ووژلو.
وژل شوې جلۍ ستاره نومېدله او هلک محمد نعیم نومېد.
د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې انګېزه تر اوسه نهده معلومه؛ خو پولیسو یې په اړه پلټنې روانې کړېدي.
دا په زابل کې په خپل ډول کې لومړۍ پېښه ده.