د زابل د امنیې قومنداۍ سرپرست ذبیح الله ژوبین سلاموطندار ته وویل، د زابل ـ کندهار په لويه لار کې له ۱۰ ډېرې امنيتي پوستې چې په ناقانونه توګه يې له موټر چلوونکيو پيسې اخيستې، لرې کړل شوې.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ويلي چې ياد وزارت له ارزولو وروسته د زابل – کندهار له لويې لارې تېره ورځ اته امنيتي پوستې لرې کړې دي.
نوموړي زياته کړې ۱۲ هغه کسان يې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي چې په ناقانونه توګه يې له موټرچلوونکيو پيسې اخيستې.
د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د ياد شمېر امنيتي پوستو د لرې کېدو خبر ورکوي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دې لارې د بار وړونکيو موټرو چلوونکيو کاربنديز وکړ چې په خبره يې د دې لويې لارې امنيتي پوستې ورنه په ناقانونه توګه پيسې اخيستې.
دوی ادعا کوله چې د يادو پوستو مسوولانو ورنه له هر موټره ۳۰ زره افغانۍ اخيستلې.