زابل : ځانګړي پوځي عملیات به برمته شوي هزاره ګان را خلاص کړي

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د تښتول شويو کسانو د خلاصون له پاره ځانګړي پوځي عملیات پېل شوي دي.

تېره اونۍ شاوخوا ۳۰ کسان د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ (پښ کندي) په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو له  ۳۰۳ ډوله موټر څخه تر کښته کولو وروسته، نامعلومې سيمې ته و تښتول.

راپورونه وايي، چې تښتول شوي کسان له ایران هېواد څخه راستانه شوي کاریګر مسافر و، چې غوښتل يې کابل ته راشي.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان بیان وايي، تر اوسه په پیل شویو عملیاتو کي ۶۰ مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، همدا اوس افغان کمانډو او نور امنيتي ځواکونه ل وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

د بيان په وينا، د جګړې مشري د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق کوي او تر دا مهاله یې ۶۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاه جوي ولسوال عبدالخالق ایوبي سلام وطندار ته وویل چې په دغه ځانګړو عملیاتو کې ۳۲ مخالف وژل شوي دي.

د سرچينه زیاتوي، چې عملیات به هدف ته تر رسېدو دوام وکړي.

د زابل ولايتي شورا مسول وايي، تر اوسه دا معلومه نه ده، چې وسله وال مخالفین د داعش له ډلې دي او که طالبان؟

د زابل ځايي اوسېدونکي هم د یادو پوځي عملياتو څخه خوښ دي، خو د ملکي زیانونو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د شاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي وايي، د پوځي عملیاتو د جوړولو پرمهال يې د ملکي خلکو د ژوند ژغورنې په موخه منظم پلان جوړ کړی.

دی وايي تر ډېره هڅه کيږي، پوځي عمليات يوازې په هغو سيمو کې وشي، چې هلته یوازې وسله وال مخالفین موجود دي.

له دې وړاندې دوه ځلې د سیمې قومي مشران، مخور، سپين ږیري، علماء کرام او جهادي قومندانان د تښتول شويو کسانو د ژغورنې په موخه له وسله والو سره تر خبرو وروسته، تش لاس راستانه شوي و.

د ویلو ده، چې تراوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د ځانګړو عملياتو په اړه څه نه دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام