ریال ماډریډ له لسو میاشتو وروسته مات شو

په دې وروستیو کې د هسپانيې لالیګا سیالیو کې ریال ماډریډ د نړۍ فوټبال پياوړو ټيمونو په پرتله ډېر تیز روان و او په میاشتو میاشتو يې باخت نه و تجربه کړی.

خو اوس د څه باندې لسو میاشتو وروسته يې د فوټبال "سویلا" په نوم لوبډلې له خوا ماته وخوړه.

د ریال ماډریډ لوبډلې د وروستي ځل له‌پاره په تیر ۲۰۱۶ میلادي کال اپریل میاشتې په ۶ مه نیټه ماته خوړلې وه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، سویلا لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته ۲ د ۱ ګول په وړاندې مخکښې ریال ماډریډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادې لوبډلې ریکارډ یې پای ته ورساوه.

ریال ماډریډ څو ورځې وړاندې د بارسلونا لوبډلې د ۳۹ لوبو هغه ریکارډ مات کړ، چې ۴۰ مه لوبه يې هم د خپل ځانه په ګټه پای ته ورسوله.

په سیالۍ کې لومړی ګول هم ریال ماډریډ لوبډلې ته د لوبې په دویمه نیمایي ۶۷ مه دقیقه کې د پنلټي په مټ کریسټیانو رونالډو ترسره کړ، خو وروستي ۲ ګولونه سویلا لوبډلې ووهل.

لوبه هغه مهال مساوي شوه، چې سرجي راموس د خپلې پخوانۍ لوبډلې سویلا په ګټه خپل ګول ته بال دننه کړ.

ریال ماډریډ او مینه‌وال یې هغه مهال هک پک شول کله چې د لوبې په وروستۍ ۹۰ مه دقیقه کې له انټرمیلان لوبډلې څخه په پور اخیستل شوی احتیاطي لوبغاړي سټیفن جویټیک د روانی اوونۍ دویم ګول ترسره کړ او لوبډلی ته یې مخکیوالی او بریا ورکړه.

سویلا لوبډلی په‌دې بریا سره نه یواځې  ریال ماډریډ ته د ماتې خوند ور په خوله کړ ترڅنګ یې بله مخکښه بارسلونا لوبډله هم له دویم مقام څخه ګوزار کړ او دغه مقام یې خپل کړ.

د یادونی وړ ده، چې اوسمهال په روانو لالیګا سیالیو کې د لومړیو ۳ مخکښه لوبډله ریال ماډریډ ، سویلا او بارسلونا ترمینځ یوازې د یو یو امتیاز فرق پاتې دی په‌داسې حال کې، چې ریال ماډریډ لوبډله له ۲۰۱۲ م کال راهیسې دلالیګا سیالیو د لومړۍ اتلولۍ په تمه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام