د فوټبال نړۍ وتلي پرتګالي لوبغاړي کرېسټیانو رونالډو له ریال ماډرېډ نه تر تلو وروسته په لومړي کال یونټوس فوټبال کلپ ته د اتلولۍ جام وګاټه.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، اېټالوي کلپ یونټوس د خپل هېواد د ۳۱م پړاو (سوپرکوپا) جام په یواځینۍ لوبه کې د کرېسټیانو رونالډو د یواځيني ګول پر مټ یو ځل بیا د (سوپرکوپا) اتلولۍ جام وګاټه.
د اېټالوي (سوپرکوپا) سیالیو یواځینۍ لوبه بېګا شپه د اېټالیې فوټبال د دوو غورو فوټبال کلپونو یونټوس او ای سي میلان ترمنځ د سعودي عربستان په پلازمېنې جدې فوټبال نړېوال لوبغالي کې د زرګونو مینهوالو په موجودیت کې وشوه.
دا په ۳۱ فصلونو کې ۱۰م ځل و چې دغه (سوپرکوپا) سیالۍ له اېټالیي بهر په بل هېواد کې کېږي چې د سعودي عربستان ترڅنګ، تراوسه په امریکا، لېبیا، چین او قطرهېوادونو کې شوې دي.
په لوبه کې یونټوس فوټبال کلپ د رونالډو د سر په وسیله د ګول پر مټ ۱ د ۰ ګول په وړاندې ای سي میلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ریکارډ ۸م ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
د یادونې وړ ده چې د اېټالیې (سوپرکوپا) یواځینۍ لوبه هرکال د اېټالیې حذفي جام او اېټالیي لومړۍ لیکې (سیریز ای) لیګ د ۲ اتلو لوبډلو ترمنځ کېږي چې د اېټالیې د فوټبال په کچه د یوه فصل اتله لوبډله په ډاګه کوي.
د یونټوس کلپ د اتلولۍ لپاره وهل شوی یواځینی ګول د پرتګالي کرېسټیانو رونالډو ۱۶م ګول و چې د اېټالیې لیګ ته په ورتګ یې وواهه.
ای سي میلان او یونټوس فوټبال کلپ له بېګانۍ لوبې وړاندی ۷-۷ ځله د اېټالیې حذفي جام (سوپرکوپا) فوټبال لیګ د اتلولۍ جامونه ګټلي وو.
اوسنی اتل یونټوس فوټبال کلپ تېرکال هم په دې لوبه کې لوبېدلې وه چې د ۶م ځل لپاره یې په فاینل کې ماتې وخوړه او لازیو کلپ د څلورم ځل لپاره د اتلولۍ جام وګاټه.
د یادونې وړ ده چې کرېسټیانو رونالډو د نږدې یوې لسیزې لپاره د هسپانوي مخکښ کلپ ریال ماډرېډ په ګټه ولوبېده، خو تېر کال یې له یونټوس سره د یوځای کېدو په موخه لاره بېله کړه.