د افغانستان او روسيې سوداګریو خونو چارواکي وايي، چې له دې وروسته به کابل او مسکو ترمنځ سوداګريزې راکړې ورکړې پراخې شي.
د روسيې د سوداګرۍ خونې استازي "رینارد شګافووف" په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د روسيې د سترو ۳۰ شرکتونو استازي کابل ته راغلي او د افغان سوداګرو سره یوځای پردې بحث کوي، چې څرنګه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې روسیه لیوالتیا لري، څو افغانستان ته خوراکي توکي، ساختماني او نور مواد صادر کړي.
هغه وايي، چې دوی په پام کې لري، څو د افغانستان تازه او وچې ميوې همدارنګه قالین او نور مواد خپل هېواد ته صادر کړي.
د هغه په وينا، همدا اوس افغانستان د روسيې ستر ترانسپورټي شرکتونو او ساختماني موادو استازي راغلي او په دې اړه به له افغان سوداګرو سره خبرې اترې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې راغلي " ټول سوداګر چمتو دي، چې خپلې داخلي او نړېوالې سوداګریزې تجربې په افغانستان کې وکاروي" خو په وینا يې یواځنی شرط دا دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه برخه کې پوره همکاري دوام ولري.
رینارد زیاته کړه، چې روسیه به د اوبو له لارې افغانستان ته توکي صادر کړي او له همدې لارې په کښتيو کې له افغانستان څخه توکي یوسي.
د هغه پر خبره باید پر بانکي سیسټم پوره کار وشي، ترڅو د پېسو لېږد را لېږد اسانه شي.
دغه راز د سوداګرۍ د عامل هیت رییس عتیق الله نصرت وویل، چې دا کنفرانس د افغانستان او روسيې د ګډ کمېسيون له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره په همغږي جوړ شوی، چې په کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې اترې ترسره شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یو کال په اوږدو کې له افغانستان څخه روسيې ته د ۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت خوراکي او نور توکي صادر شوي، چې په مقابل کې ۲۵۸ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي د دغه هېواد څخه وارد شوي دي.
د نوموړي په وینا، روسیه د افغان سوداګرو له پاره د راکړې ورکړې ښه بازار لري او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې شي.
یاده دې وي، چې دا درېيمه ناسته ده، چې د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ کيږي او څلورمه ناسته به يې د راتلونکي کال په لومړیو کې ترسره شي.