روزګان کې طالبانو ۲۶ سرتېري وژلي او ۱۷ یې له ځان سره بیولي دي

په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي نن دوشنبې د (مارچ پر۲۰مه) جوړې شوې غونډې ته وویل، چې تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوند د «خرما» په سیمه کې د ملي اردو لويې قرارګاه سقوط کړی دی.

بارکزی وايي، په دې قرارګاه کې ۴۳ تنه موجود وو، چې ۲۶ تنه يې په مخامخ جګړه کې وژل شوي او پاتې ۱۷ يې وسله‌والو طالبانو له ځان سره بیولي دي.

د روزګان د خلکو استازی زیاتوي، چې په روزګان کې د دولت دایره محدوده شوې؛ که يې غم ونه‌خوړل شي؛ یو ځل بیا به عام ولس د جنګ په لمبو کي وسوځي

د روزګان امنیتي مسوولان وايي، دغه قرارګاه د «صمد» په نامه یادېږي، چې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا کلابنده وه او تېره شپه سقوط شوه. د روزګان د والي ویاند دوست‌محمد نایاب بیا د جګړې خبره مني؛ خو د قرارګاه د سقوط خبره بیا بې‌ځایه اوازه ګڼي.

نوموړي نن سلام وطندار ته په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، په دې جګړه کې د ملي اردو ۳ سرتېري او ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

نایاب په ټینګار سره وايي، چې قرارګاه ته تازه دمي سرتېري لېږل شوي او هېڅ امنتي ستونزه نه‌شته.

د ده په خبره، د وسله‌والو طالبانو وسله‌والو بریدونو ته کلک چمتووالی لري او هېڅوک نه پرېنږدي، چې امنیت ګډوډ کړي.

په سویلي حوزه کې د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه يې وسله‌والو ملګرو یاده قراګاه سقوط کړې او موجود ټول سرتېرو ته يې مرګ و ژوبله اړولې او وسلې يې له ځان سره وړې دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د مسوولیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

ومو غوښتل، چې په‌دې اړه په کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر او د ملي اردو له نورو مسوولانو سره خبري وکړو؛ خو د هغوی له‌خوا خبریالانو ته ورکول شوې ټلیفوني شمېرې بندې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام